افغانستان

بادغیس کې د طالبانو خپلمنځي اختلاف

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلاف د راپورونو په لړ کې، دا ځل په بادغیس کې طالبانو له خپل یوه محلي قومندان سره جګړه کړې چې دواړو لوریو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دوو باخبره سرچینو د نښتې پخلی وکړ. یوه سرچینه وايي چې جګړه د چنګاښ په ۱۴مه د باغیس د پولیسو قومندان د مرستیال مولوي غیاث الدین جنګیالیو او نورو طالبانو ترمنځ د ولایت په مرکز قلعه نو کې شوې ده.

ددغې سرچینې په وینا، جګړه هغه مهال وشوه چې د طالبانو غړو هڅه وکړه مولوي عیاث الدین چې په کاکا سیاه خان مشهور دی، ونیسي، خو د هغه د پلوي جنګیالیو له مخالفت سره مخامخ شول.

سرچینه زیاتوي چې په دې جګړه کې لږ ترلږه د دواړو لورو ۳۰ طالبان وژل شي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، مولوي عیاث الدین د طالبانو ډېر پخوانی قومندان دی چې ۲۵ کاله پخوانۍ مخینه لري او د بادغیس د مرکز لامان کلي اصلي اوسېدونکی دی.

نوموړی سواد نه لري او په قوم پښتون دی، خو ژبه یې فارسي ده او په پښتو کم پوهېږي. په همدې دلیل طالبان هغه تاجیک بولي.

ښاغلی غوث الدین له طالبانو سره تر یوځای کېدو وړاندې د افغانستان د حکومت د سرحدي ځواکون د قطعې قومندان و او له طالبانو سره یې د بادغیس د امنیت آمر په توګه همکاري کوله.

هغه له امو ټلویزیون سره خبرو کې له طالبانو سره جګړه رد کړه او ویې ویل چې دی د طالبانو یو جنګیالی دی او ددې ډلې مشران ورته درناوی لري.

غوث الدین زیاته کړه: “دا خبرې دروغ دي. زه د بادغیس د امنیه قومندانۍ مرستیال یم او ۲۵ کاله کېږي چې له امارت سره یم.”

بلخوا د بادغیس ځینې اوسېدونکي وايي چې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دي او دا چې تاجیک طالبان او پښتون طالبان په بادغیس سره متحد نه دي، هره لحظه د جګړې امکان لیدل کېږي.

د بادغیس اوسېدونکي او ځینې محلي خبریالان ښاغلی غوث الدین یو سرسخته سړی بولي او وايي چې د هغه د پلویانو او طالبانو ترمنځ د نښتې لامل دا و چې نوموړی د بادغیس د امنیت له آمریت څخه لری کړای شوی و.

د بادغیس اوسېدونکی صدرالدین وايي: “دا سړی (ملا غوث الدین) سرسخته سړی دی او ددې لپاره چې پښتون دی او فارسي خبرې کوي، د امنیت له آمریته لرې شو او همدا موصوع د هغوی ترمنځ د جګړې سبب شوه.”

د کارپوهانو په باور، د طالبانو ترمنځ شدید داخلي اختلاف به افغانستان د یوې کورنۍ جګړې پر لور بوځي.

سیاسي کارپوه طارق فرهادي په دې اړه امو ټلویزیون ته وویل: “د طالبانو ترمنځ اختلاف د سرچینو پر سر دی او که طالبان دا مساله مهار نه کړي، د افغانستان او طالبانو لپاره به ډېر لوی زیان ولري.”

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پخواني حکومت یوه چارواکي وویل، طالبان په درېیو ډلو وېشل شوي دي: لومړۍ ډله د ملابرادر په مشرۍ هغه کسان دي چې له امریکا سره د سولې بهیر کې یې ګډون درلود او منځلاري طالبان بلل کېږي.

دویمه ډله د ملا عمر د زوی ملا یعقوب په مشرۍ هغه کسان دي چې ترډېره یې په جګړو کې برخه درلوده او درېیمه یې حقاني شبکه ده چې سراج الدین حقاني یې په راس کې دی.

طالبانو تل ددغې ډلې ترمنځ داخلي اختلاف رد کړی او ویلي یې دي چې د یوه اسلامي او ټولشموله حکومت جوړولو په هڅه کې دي.