روغتیا

فاریاب کې د معتادانو درملنې یوازینی مرکز د بندېدو په درشل کې

په فاریاب کې د معتادانو د درملنې ۵۰ بستریز روغتون په دغه ولایت کې د اعتیاد پرېښودو یواځنی مرکز دی. ددغه مرکز چارواکي وايي، له پنځو میاشتو راهیسې یې تنخواوې نه دي اخیستي او د خدمتونو وړاندې کولو لپاره د امکاناتو له کموالي سره مخامخ دي.

دا روغتون د میمنې ښار په مرکز کې موقعیت لري او اوسمهال پکې ۵۰ معتادان تر درملنې لاندې دي. ددغه مرکز د چارواکو په وینا، د معتادانو راټولو کمپاین په درېیو دورو کې دوی له دغه ښار څخه نږدې ۱۰۰ معتادان د درملنې لپاره روغتون ته راوستي دي.

د فاریاب ولایت د عامې روغتیا ریاست شمېرې ښيي چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۰۰ کسان په نشه یي توکو روږدي دي.

ددغه روغتون رييس سهیل دروېش وايي، دغه مرکز په مختلفو برخو کې ۲۰ کارکوونکي لري او په وروستي مورد کې یې ۳۰ تنه معتادان تر یونیم میاشتنۍ درملنې وروسته رخصت کړي او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

دی وايي، ددغه مرکز د کارکوونکو په ډله کې یوازې یوه ښځه ده چې ناروغانو ته د درملنې په برخه کې مشورې ورکوي. په دغه مرکز کې یوازې نارینه معتادان تداوي کېږي او ښځو او ماشومانو ته ځای نه لري.

ښاغلي دروېش وویل، دوی له څو میاشتو راهیسې د درملو، خوراکي موادو او سون توکو له کموالي سره مخامخ دي. هغه خبرداری ورکړ چې که تر یوې میاشتې ددوی اړتیاوې پوره نه شي، احتمال لري چې ددغه مرکز دروازې وتړل شي.

هغه زیاته کړه: “که معاش ورنکړل شی، خوراکي مواد او درمل برابر نشي، ددغه مرکز د تړل کېدو احتمال شتون لري.”

ښاغلی دروېش وايي، طالبانو له دوی سره ژمنه کړې چې ددغه مرکز کارکوونکي د دولتي معاشونو په لیست کې شاملوي. خو د هغه په وینا، د کارکوونکو د معاشونو په ورکړه کې تاخیر او یا نه ورکول کېدل سبب شوي چې ددغه روغتون څلور کارکوونکي خپلې وظیفې پرېږدي.

ددغه مرکز یوه کارکوونکي احمد (مستعار نوم) وايي: “د هرې ورځې په تېرېدو د ژوند شرایط سختېږي، فقر او بېوزلي ډېره ده او باید ژر زموږ معاشونه راکړل شي.”

په ورته وخت کې په فاریاب کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست یوه سرچینه وايي، پخوا ددغه مرکز د کارکوونکو معاش د یوې موسسې لخوا ورکول کېدل او ددغې موسسې د پروژې له ختمېدو سره، د فاریاب د معتادانو درملنې مرکز معاشونه هم بند شوي دي.

نوي ژوند ته راستنېدل

یو شمېر کسان چې تازه په دغه مرکز کې یې درملنه شوې، بېوزلي، بېکاري او مخدره توکو ته اسانه لاسری، اعتیاد ته ددوی د مخ اړولو اصلي عوامل بولي او وايي چې د طالبانو له امارته غواړي دوی ته د کاروبار زمینه برابره کړي.

احمدجاوېد چې د خپل عمر شل کاله یې په اعتیاد کې تېر کړي او د فاریاب د معتادانو درملنې په مرکز کې یې درملنه شوې وايي، خوښ دی چې عادي ژوند ته راګرځېدلی. هغه له نورو کورنیو وغوښتل چې د کورنیو معتاد غړي دغه مرکز ته د درملنې لپاره بستري کړي.

هغه وویل: “شل کاله مې بدبختي تېره کړه. اوس خوشحاله یم چې بېرته خپل کور ته ځم. له نورو معتادانو هم غواړم چې د اعتیاد درملنې مرکز ته لاړ شي ترڅو یې درملنه وشي او خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.”

د رشید په نامه یوه بل تن چې تازه یې د درملنې دوره بشپړه کړې ده، د فاریاب کې د معتادانو درملنې مرکزونو کموالي ته په اشارې سره وویل، “روغتونونه کم او معتادان ډېر دي. باید د درملنې څو مرکزونه جوړ شي.”

په ورته وخت کې د میمنې ښار ځینې اوسېدونکي وايي، په فاریاب کې د روږدو کسانو ډېرېدو سره جنايي جرمونه او په تېره بیا غلاوې ډېرې شوې دي.

د میمنې ښار یوه اوسېدونکي فرید حسن یار وویل: “د معتادانو له لاسه ورځ نه لرو. هره ورځ زموږ له دوکان څخه مالونه غلا کوي.”

فاریاب کې د طالبانو چارواکي له ښار څخه د معتادانو راټولو بهیر په ګړندي کولو ټینګار کوي او په دغه ولایت کې د مخدره توکو خرڅوونکو پروړاندې د جدي مبارزې خبره کوي.

په نشه توکو د روږدو کسانو د شمېر ډېرېدل تل د ټولنې له جدي ننګونو ګڼل کېږي او د هېوادوالو لپاره یې ستونزې راولاړې کړې دي. بلخوا طالبانو د یوه فرمان په خپرولو د نشه يي توکو کښت او قاچاق ممنوع اعلان کړی دی.