سوداګري

کاپیسا کې د کبانو روزلو یو فارم نهه کاله وروسته فعالیت پیل کړ

دا تکثیري فارم دی او دوی په هېواد کې د کبانو روزنې مینه والو ته د روزنې لپاره کوچني ماهیان ویشي او دغه فارم د القاح صالون هم لري.

کاپیسا کې د کبانو روزلو یو فارم نهه کاله وروسته فعالیت پیل کړ. د کبانو دغه فارم کلونه وړاندې د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ په باغ ګلغندي سیمه کې د فرانسې همکاریو دفتر په مالي مرسته جوړ شوی و.

د کبانو د فارم مسوول غلام صادق شریفي په دې اړه امو ټلویزیون ته وویل چې اوسمهال په دغه فارم کې، یو زر او ۷۰۰ «قزل الا» کبان چې په نړۍ کې ترټولو خوندور کبان دي، روزل کېږي.

ښاغلي شریفي زیاته کړه: «د دغه فارم اوبه یخې دي او پکې یو ډول ماهي روزل کېږي. ځکه چې دغه ماهي د سانتیګراد اتو او ۱۸ درجو تودوخې کې روزل کېږي او د کاپیسا اب و هوا ورته مناسبه ده. دغه کب (قزل الا رنګ تراو) غوښه خوري او خواړه یې ترکیبي دي.»

هغه همداراز وویل چې دا تکثیري فارم دی او دوی په هېواد کې د کبانو روزنې مینه والو ته د روزنې لپاره کوچني ماهیان ویشي او دغه فارم د القاح صالون هم لري.

په ورته وخت کې د کاپیسا لپاره د طالبانو د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست وایی، د کبانو دغه فارم د کرنې وزارت په همکارۍ خپل فعالیت پیل کړی دی.

مولوي روح الله وویل: «د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د کبانو ددغه فارم د فعالیت بیرته پیلېدو لپاره زموږ وړاندیز ومانه او اوس په دغه فارم کې تر ۱۷۰۰ ډېر کبان روزل کېږي.»

اوسمهال په دغه فارم کې، یو زر او ۷۰۰ «قزل الا» کبان چې په نړۍ کې ترټولو خوندور کبان دي، روزل کېږي.

په ورته وخت کې کاپیسا کې د صیاد بازار چې د وطني کبانو د خرڅلاو په بازار مشهور دی، د خلکو د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله پخوانۍ ګڼه ګوڼه نه لري.

مصطفی یو له محدودو کسانو دی چې د صیاد تفرېح ځای ته د کبانو غوښې خوړلو لپاره راغلی وایي، صیاد د تفرېح لپاره یو ښه ځای دی خو د تېر کال په څېر پکې د خلکو ازدحام نشته.

هغه زیاته کړه: «زه د کبانو خوړلو لپاره له کابله، کاپیسا ته راغلم. کاپیسا ډېره ښه اب و هوا او خوندور وطني کبان لري.»

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د افغانستان د دولت له سقوط راهیسې، د مشتریانو نه درلودو له امله  په کاپیسا کې لسګونه ماهي پزۍ او د کبانو پلورنځي تړل شوي دي.