افغانستان ورزش

د افغانستان په تاریخي بریا د کرېکټ ۲۰اوریز نړیوال جام نیمه پاي لوبې ته لار پیدا کړه

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش لوبډلې ته د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا لوبه په ویسټ انډیز کې د کرېکټ د ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو په چوکاټ کې ترسره شوه.

د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو په دې لوبه کې بنګله دېش ته د ۱۱۵ منډو هدف ټاکلى و.

په دې بریا سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزو نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو د افغانستان لخوا ورکړل شوی هدف پوره نه کړ.

د يادونې وړ ده، چې د کرېکټ ملي لوبډلې په دې لوبه کې یوازې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تر دې مخکې هم اسټرالیا ته د ۲۲ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه، چې دا د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ د نړیوال جام په شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ستره بریا بلل کیږي.