افغانستان

د افغانستان په اړه د دوحې ناستې د یوه سیاسي بهیر د پیلېدو لپاره هیله‌مندي رامنځته کړې ده

د بحران نړیواله ډله آمو ته وايي چې د دوحې غونډې د افغانستان په اړه د سیاسي بهیر د پیل لپاره هیلې پیدا کړې دي.

دغه سازمان ټینګار کوي چې ښایي دا بهیر د افغانستان په حاکمیت کې د ښځو پر ګډون، د غیر طالب څېرو او په ټوله کې د سیاسي بېلابېلو شخصیتونو په شتون کې ترسره شي. خو د کړکېچ د نړیوالې ډلې په وینا له دې پروسې سره د طالبانو د مخالفت له امله د ملګرو ملتونو د نوې پروسې د سیاسي برخو عملي کېدل به ښايي کلونه وخت ونیسي.

له دې سره هم مهاله، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د یوناما له رئیس سره په لیدنه کې د دوحې د ناستې د اجنډا او جوړښت په اړه د لا وضاحت غوښتنه کړې ده. امیرخان متقي ویلي، چې طالبان به د همدغو څرګندونو پر بنسټ په دې غونډه کې د ګډون پرېکړه وکړي.

د دوحې غونډې ته دوه نورې اونۍ پاتې دي؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي غونډه، چې تمه کېږي د افغانستان لپاره به ځانګړی استازی وپېژني او د یوې نوې سیاسي پروسې دروازه به د افغانستان لپاره پرانیستل شي. د ځانګړي استازي یوه مهمه دنده د طالبانو په ګډون د ټولو خواوو ترمنځ د سولې خبرو ته وده ورکول دي.

د بحران نړیوالې ډلې آمو ته ویلي چې د دوحې غونډې په افغانستان کې د سیاسي بهیر د پیل لپاره هیلې پیدا کړې دي؛ هغه بهیر چې د دغه سازمان په وینا د افغانستان په حاکمیت کې به د ښځو پر ګډون، د غیر طالب څېرو او په ټوله کې د سیاسي بېلابېلو شخصیتونو په شتون کې ترسره شي.

د نړیوال بحران د ډلې کارپوه ګریم سمیټ وايي: «ښایي د لوړ پوړو استازو ترمنځ به په دې اړه ډېر بحثونه وشي چې دا ستونزمن کار به څوک ترسره کوي ځکه دا کار به خورا ستونزمن وي، د دې لپاره چې افغانستان د نړیوالې ټولنې بشپړ غړیتوب تر لاسه کړي ښایي دا به ډېر کلونه ونیسي.»

د بحران نړیواله ډله باور لري چې د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکی فریدون سینرلي اوغلو به، د فبرورۍ په غونډه کې په دوحه کې د سیاسي خبرو اترو له پلان سره سم د افغانستان لپاره د لنډ مهاله بشري مرستو په برخه کې د لوېدیځي مرستندویانو د حرکت غوښتنه وکړي؛ خو دغه سازمان وايي چې د ځانګړي استازي له ټاکلو سره د طالبانو مخالفت ته په پام، ښايي سیاسي بهیر ورو او کلونه وخت ونیسي.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د یوناما له مشر سره په لیدنه کې د دوحې د غونډې جوړښت او اجنډا په اړه د لا ډېر وضاحت غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دې وضاحتونو پر بنسټ به طالبان په دې غونډه کې د ګډون پرېکړه وکړي.

له دې سره هم مهاله، د طالبانو سیاسي کمېسیون د فبرورۍ د ۱۸مې او ۱۹مې ناستې په اړه په دوحه کې د دوی د سیاسي مرستیال او یو شمېر وزیرانو په شتون کې خبرې وکړې. طالبانو ویلي، که ځانګړی استازی وټاکل شي، له هغه او د ملګرو ملتونو له بهیر سره به همکاري ونه کړي. ځکه چې ملګري ملتونه د ښځو او نورو ډلو په ګډون سره د سیاسي بدلون لید لري؛ خو طالبان په دې اړه خبرې ردوي.

د پوهنتون استاد رمضان علي فصاحت وايي: «رایه ورکول، د مدني بنسټونو جوړول، په سیاسي ګوندونو کې فعالیت او په رسمي او دولتي مقامونو کې کاندید کېدل، دا فرصت هم د ځینو لپاره بند دي، له دې حساب سره د سیاست په ډګر کې ورته فرصت شتون نه لري.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ډسمبر د میاشتې د پرېکړه لیک او خپلواکې ارزونې په مرسته، د دوحې غونډه به د دغه سازمان د سرمنشي له خوا د هېوادونو او سیمه ییزو سازمانونو له ځانګړیو استازو سره جوړه شي.

دې غونډې ته طالبان او د افغانستان مدني ټولنه هم بلل شوي دي؛ تر اوسه طالبانو په دې خبرو اترو کې د ګډون څرنګوالی او د خپل پلاوي جوړښت نه دی روښانه کړی.