افغانستان

د دوحې ناستې په رانږدې کېدو سره، د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو کتنې زیاتې شوې دي

د دوحې د ناستې را رسېدو په درشل کې لیدل کیږي چې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو ترمنځ لیده کاته زیات شوي دي.

يوازې په تېرو دوو ورځو کې د چين، ايران، پاکستان او د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان په اړه سلا مشورې کړې دي.

تازه د چین ځانګړي استازي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د سیمه ییز ثبات لپاره د همغږۍ پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د رسمي معلوماتو پر بنسټ، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د ایران، پاکستان او بریتانیې له ځانګړي استازي او د هالنډ او کاناډا له سفیرانو سره د افغانستان د مسئلې په تړاو پنځه ځلې خبرې کړې دي.

تمه ده، چې د روان کال د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه دوحه د افغانستان په اړه د تر ټولو مهمې نړیوالې غونډې کوربه وي، خو تر دې غونډې مخکې د هېوادونو په ځانګړې توګه د چین، ایران او پاکستان ځانګړو استازو لیده کاته زیات کړي دي.

يوازې په تېرو دوو ورځو کې د چين، ايران، پاکستان او د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان په اړه سلامشورې کړې دي.

له دې جملې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی لومړی ایران ته لاړ او بیا یې د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

دغه چینايي ډیپلومات د سیمې د ثبات لپاره د هېوادونو د همغږۍ زیاتېدل مهم بولي او وايي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د سیمې د ثبات لپاره مهم رول لري.

یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د سیمې هېوادونه د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي او هڅه کوي چې د دوحې په غونډه کې همغږی دریځ غوره کړي.

سیاسي کارپوه نثار احمد شیرزی وايي: «ایران، چین او پاکستان له طالبانو سره له اړیکو ګټه پورته کوي، د دوحې ناستې په رانږدې کېدو او د درېیو واړو هېوادونو د استازو په کتنو، ښایي دا درې هېوادونه سره هوکړه وکړي چې د طالبانو په ملاتړ یو شان ملاتړ ولري.»

سیاسي کارپوه سید اکبر سیال وردګ وايي: «لومړی دا هېوادونه له افغانستانه ګډې امنیتي اندېښنې لري او دوهم دا چې هغه ګټه چې دوی له افغانستانه لري، د دې لامل کېږي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دې ناسته کې حضور ولري؛ ترڅو ټول هغه هېوادونه چې د (طالبانو تر ادارې لاندې) له افغانستانه وېره او اندېښنه لري، د دوحې په ناسته کې یې شریکې کړي.»

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د رسمي معلوماتو پر بنسټ، په تېرو څه کم لس ورځو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د ایران، پاکستان او بریتانیا له ځانګړو استازو او د هالنډ او کاناډا له سفیرانو سره پنځه ځلې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. او په دې وروستیو کې د ازبکستان د استخباراتو او سرحدي ځواکونو مشر کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د دفاع د سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد په ګډون یې له طالب چارواکو سره خبرې وکړې.

له بلې خوا، د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر جلیل عباس جیلاني سره د سیمې د سولې او ثبات په ګډون د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
خو دا لیدنې څه پیغام لري؟

تر اوسه د دوحې له غونډې مخکې دوه نورې غونډې په کابل او لندن کې شوې دي.

که څه هم د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل د دوحې غونډې یو له مهمو موخو څخه ده، خو طالبانو پنځه ورځې وړاندې د سیمه ییزو همکاریو د نوښت په نوم غونډه وکړه او امیر خان متقي په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې افغانستان ځانګړي استازي ته اړتیا نه لري.

لس ورځې وړاندې د کاناډا، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، بریتانیا او امریکا د ځانګړو استازو په ګډون د افغانستان لپاره د جي ۷ هېوادونو ځانګړي استازي په لندن کې راټول شوي وو او د افغانستان پر وضعیت یې سلامشورې وکړې.