افغانستان

متقي: افغانستان د یوناما په شتون کې، د ملګروملتونو ځانګړي استازي ته اړتیا نه‌لري

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، افغانستان ځانګړي استازي ته اړتیا نه لري.

ښاغلي متقي د طالبانو په کوربه توب د “سیمه ییزو همکاریو نوښت” غونډې ته په وینا کې وویل چې بهرنۍ کړۍ له بې ثباتۍ پرته بله پایله نه لري.

دغه طالب چارواکي د سیمې د هېوادونو له استازو څخه چې ټاکل شوې د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي وغوښتل چې د دوحې په غونډه کې د افغانستان “رښتیني واقعیتونه” بیان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو نننۍ ناسته دوه ځلې وځنډول شوه او بالاخره نن ناوخته د طالبانو په مشرۍ د افغانستان لپاره د ایران، چین او روسیې د ځانګړو استازیو په شتون کې جوړه شوه. د پاکستان په استازولۍ هم په کابل کې د دغه هېواد د سفارت سرپرست د طالبانو په غونډه کې شتون درلود.

د سیمه ییزو همکاریو نوښت غونډه د طالبانو په کوربه توب په کابل کې جوړه شوه.

د ایران، روسیې او چین د ځانګړو استازیو په ګډون د سیمې او ګاونډیو هېوادونو یو شمېر سفیران او ډیپلوماتان د دغې غونډې د مېلمنو له جملې څخه وو. په دې غونډه کې د پاکستان ځانګړي استازي ګډون نه درلود. خو د دغه هېواد د سفارت شارژدافیر شتون درلود.

په داسې حال کې چې نړۍ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې غونډې ته چمتووالی نیسي، ظاهراً د سیمه ییزو همکاریو د غونډې په پرانیستونکې وینا کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست له څرګندونو څخه څرګندېږي، چې طالبان هڅه کوي د دوحې په غونډه کې سیمه له ځانه سره همغږي کړي؛ د طالبانو مهمه اندېښنه د خپل سیاسي جوړښت ساتل دي.

د دوحې په غونډه کې ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په لټه کې دي خو ښاغلی متقي دغه اقدام یوه ترخه تجربه بولي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي: «افغانستان د یوه داسې هېواد په توګه چې له یوې اوږدې تپل شوې جګړې څخه تېر شوی او سوله، امنیت او ثبات یې ترلاسه کړی دی، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د یوناما په شتون کې نوي ماموریت ته اړتیا نه لري، بلکې همدغه حکومت (طالبان) چمتو دی او وړتیا هم لري چې له سیمه ییزو او نړیوالو اړخونو سره د ګډو مسئلو او اندېښنو په اړه خبرې اترې وکړي.»

د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په میاشت کې د سیمه ییزو نوښتونو غونډه د مسکو په غونډه کې د ایران، پاکستان، چین او روسیې په ګډون د سیمه ییزې تماس د ډلې د جوړولو تر چتر لاندې د ایران لخوا وړاندیز شوې وه.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي وايي: «د خوښۍ ځای دی چې په ډېر لږ وخت کې د سیمه ییزو اړیکو د کمېټې د جوړولو لپاره د مسکو په بڼه کې د تهران د وړاندیز له شاملېدو وروسته، د دغې کمېټې د خواوو لومړۍ غونډه د کابل(طالبانو) په کوربه توب ترسره شوه.»

ټاکل شوې وه چې دا غونډه د دوشنبې په سهار ترسره شي، خو دوه ځلې وځنډول شوه، بالاخره د پاکستان د ځانګړي استازي له شتون پرته چې ټاکل شوې وه په دې غونډه کې ګډون وکړي، د ورځې په پای کې ترسره شوه. طالبانو د غونډې د ځنډېدو لامل د هوا خرابوالی بللی دی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نصرالله ستانکزی وايي: «په دې کنفرانس کې نه ګډون یا لږ تر لږه د ګډون کوونکو هېوادونو څخه د یو هېواد نه ګډون اختلاف دی چې دا مسئله(د غونډې ترسره کول) یې ځنډولې دې.»

که څه هم طالبانو په دې ناسته کې د سیمې د امنیت د تأمین او د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې د مبارزې او د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا ډاډ ورکړ. خو د سیمې په ګډون نړۍ په دوامداره توګه له طالبانو څخه د رسمي تعامل او مشروعیت؛ د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی، او د ښځو په شتون سره د یو ټول ګډونه حکومت د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.