افغانستان

د هرات له زلزلې درې میاشتې وروسته ۱۰۰ زره افغان ماشومان بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبر ورکوي، د هرات له زلزلې درې میاشتې وروسته، کابو ۱۰۰ زره افغان ماشومان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د تېر زېږدیز کال د اکټوبر میاشتې پر ۷ ۶.۳ رېښتره زلزلې هرات ولړازوه او د اکټوبر پر ۱۱ دویمې زلزلې هم په همدې ولایت وشوه او تر زرو زیات کسان پکې مړه شول.

یونیسف په یوه بیانیه کې اعلان وکړ، چې د زنده جان او انجیل سیمو د زلزلې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي او ۲۱ زره کورونه وران شوي دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازی فران اکیزا وايي: «د دې کلیو فضا له زلزلې ان ۱۰۰ ورځې وروسته هم له درد او کړاو څخه ډکه ده.»

یونیسف وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې ۱.۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، ترڅو ۱۹.۴ میلیون افغانانو بشردوستانه او بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي.

له دې سره هم‌مهاله د هرات زلزلې ځپلې کورنۍ په دې ساړه موسم کې د سرپناه او په ځانګړې توګه د خپلو ماشومانو لپاره د مناسبو جامو له نشتوالي ځورېږي.

ناعمه هم د هرات یوه اوسېدونکې ده، چې د اکټوبر پر اوومه یې هرات کې د زلزلې له امله خپل کور له لاسه ورکړ.

هغه اووه ماشومان لري او د ژمي سختې ورځې له خپلو ماشومانو سره تر یوې خرابې خیمې لاندې تېروي.

سړه هوا د خپلو ماشومانو لپاره ستره ننګونه ګڼي او زیاتوي چې په دې ساړه ژمي کې یې ماشومان د اغوستلو لپاره مناسبې جامې نه لري.

ناعمه وايي: «د اغوستلو لپاره جامې نه لرو او هوا سړه ده، زموږ هر څه تر خاورو لاندې شول او سولرونه مو مات شول، زموږ ماشومان جامې نه لري. هوا سړه ده. موږ د سون توکي هم نه لرو.»

د هرات له زلزلې چې تر زرو ډېر کسان په کې مړه شول، تر سلو ډېرې ورځې یې کېږي.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، ښځې او ماشومان د هرات د زلزلې په پایله کې ترټولو زیات زیانمن شوي او دا مهال ۹۶ زره ماشومان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او د ژمي له امله یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق راپور ورکړی چې د هرات زلزله ځپلي ماشومان په دې شپو و ورځو کې له رواني ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازی فران اکیزا وايي: «ښوونځي او روغتیايي مرکزونه، چې ماشومان ورته اړتیا لري زیانمن شوي یا په بشپړه توګه له منځه تللي دي. ژمی رارسېدلی دی او د تودوخې درجه تر صفر ښکته ده. ماشومان او د هغوی کورنۍ له کوره پرته په خطرناکو شرایطو کې شپې تېروي. او د سرپناه د ګرمولو لپاره هیڅ لاره نه لري.»

د هرات د زلزلې ځپلې کورنۍ وايي، سره له دې چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي، خو لا هم له مرستو برخمن نه دي.

د هرات له زلزلې زیانمنه شوې نفیسه وايي: «زمونږ ستونزې همدا دي چې بخارۍ، سولر نه لرو، موږ ته چا څه نه دي راکړي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په افغانستان کې ماشومانو ته د رسېدنې لپاره د ۱.۴ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

د دې ادارې شمېرې ښيي، چې د هرات په زلزله کې ۲۱ زره کورونه ویجاړ شوي او بې‌شمېره کورنیو د ځاني تلفاتو سربېره خپل څاروي او کرنیزې ځمکې هم له لاسه ورکړي دي.