په ۲۰۲۳ کال کې د هېواد د اقتصادي رکود خبر ورکړل شوی او په دغه کال کې افغانستان د وچکالۍ، زلزلې، بې وزلۍ او کډوالۍ په څېر بحرانونه تجربه کړل.
دغو بحرانونو په روان کال کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د هېوادوالو لپاره زياتې ننګونې راولاړې کړې.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اعلان وکړ چې په سلو کې ۸۵ سلنه افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
۲۰۲۳ کال د افغانستان لپاره له اقتصادي اړخه له ننګونو ډک کال وو.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ۳۴ میلیونه اټکل کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان نږدې ۸۵ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې دي.
د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د افغانستان ناخالص تولید په سلو کې شل سلنه کم شوی او د ښځو پر کار کولو بندیزونو او محدودیتونو په دغه هېواد کې بشری وضعیت نور هم خراب کړی دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام راپور ښيي چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله د افغانستان په عایداتو کې د پام وړ کموالی راغلی او د درې کلونو مخکې په پرتله په ۲۰۲۳ کال کې د هر کس یا سړي سر عاید په منځنۍ توګه ۱۸۰ ډالره کموالی ښيي.
د شمېرو له مخې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د سړي سر عاید په دې ډول دی:
۲۰۲۰ زېږدیز کال ۵۱۲ ډالر
۲۰۲۱ زېږدیز کال ۳۵۶ ډالر
۲۰۲۲ زېږدیز کال ۳۵۹ ډالر
۲۰۲۳ زېږدیز کال ۳۳۲ ډالر
هغه سپین ږیری سړی چې له دوو کلونو راهیسې د خپل پوخ عمر تر ټولو ترخې تجربې څکي.
اته ماشومان لري او خپلو ماشومانو ته درې وخته ډوډۍ نه شي برابرولی او د تنګلاسۍ له امله ډېری ورځې وږي پاتې وي.
محمد اسلم په يوه خصوصي ښوونځي کې کار کاوه او د ښوونځي تړلو يې ورځي خرابې کړې.
د محمد اسلم په نوم یو بې وزله وايي: «دوه کاله کیږي چې هیڅ څه نشته، نه موسسه شته، نه مو اوړه ولیدل، نه مو دال ولیدل، نه مو لوبیا ولیده، هېڅ څه مو نه دي لیدلي، ګورئ همدا ماشومان مې لېږم، سوال کوي. زه زه دلته یم. تیر کال زما سترګې ښې وې. خپله مې ډوډۍ راټولوله اوس یې نه شم کولی.»
د افغانستان ډېری اوسیدونکي په ځانګړې توګه په لرو پرتو ولایتونو او کلیو کې له یوه بشري ناورین سره مخ شوي دي او ډیری کورنیو د ژوندي پاتې کیدو لپاره خپل ماشومان سختو کارونو ته اړ کړي دي.
د تخار مهجور د تخار اوسېدونکی قیس وايي: «د ماشومانو د سختو کارونو اصلي لامل فقر او تنګلاسي ده، اکثره کورنۍ چې اقتصاد يې ډېر کمزوری او اقتصادي وضعيت يې ډېر ټيټ دی، نو له همدې امله خپل کم عمره ماشومان سختو کارونو کولو لپاره لیږي.»
د تخار اوسېدونکی شېراحمد وايي: «همدا لامل دی چې زموږ د ماشومانو ښوونځی سم نه دی. زموږ روزګار کمزوری دی. ځي چې یو ځای کې شاګردي وکړي، یو مړۍ ډوډۍ پیدا کړي، کاروبار نشته، مزدوري نشته.»
یو شمېر اقتصادي کارپوهان او د پوهنتونونو استادان په ولایتونو کې د پراختیايي بودیجې د کچې کمېدل او د پراختیايي پروژو لغوه کېدل په هېواد کې د بېکارۍ او بېوزلۍ د زیاتېدو مهم لاملونه ګڼي.
طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې د خپلې عادي او پراختیايي بودیجې جزئیات اعلان نه کړل او هغه پراختیايي پروژې چې خلکو ته یې د کار زمینه برابروله او د اړو کسانو شمېر یې کمولو، عملي نه شوې.
خو د پراختیايي بودیجې کچه چې په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې ۱۶۱ میلیارده افغانیو ته رسېده، په ۱۴۰۱ کال او د طالبانو په دوره کې له ۲۸ میلیاردو افغانیو هم کمه شوه او د روان هجري لمریز کال د بودیجې جزئیات اعلان نه شول.
له بلې خوا متقاعدینو هم چې شمېر یې ۲۰۰ زرو تنو ته رسېږي، په روان کال کې د تېر کال په څېر معاشونه نه دي ترلاسه کړي او د طالبانو مشر ملا هبت الله د متقاعدینو د حقونو د ورکړې طرحه توشېح نه کړه.
د متقاعدینو په منځ کې زرګونه ښځې هم شته او ډیرو یې د بې وزلۍ او تنګلاسۍ له امله د کور توکي پلورلي دي.
ملګري ملتونه وايي، افغانستان له شاوخوا ۴۰ میلیونه نفوس سره په نړۍ کې د هغو هېوادونو له ډلې شمېرل کیږي چې د سړي سر عاید یې تر ټولو ډېر ټیټ دی.
که څه هم ملګرو ملتونو په لومړي سر کې له افغانستان سره د بشري مرستو اندازه ۴.۶ میلیارده ډالره اعلان کړې وه، خو د روان کال د جون په ۵مه دغه مرستو کې بدلون راغی او ۳.۲ میلیارد ډالرو ته راکمې شوې.
دا کمښت د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د محدودیتونو له کبله رامنځته شو، چې په پایله کې مرستندویه ادارې اړې شوې چې د بې وزلو په منځ کې ډېر بې وزله غوره کړي.
د کار په پای کې د ملګرو ملتونو د ۳.۲ میلیارده ډالرو غوښتل شوې بودجه هم پوره نه شوه او بسپنه ورکوونکو لږې پیسې افغانستان ته ورکړې.
په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره نړیوالې مرستې:
غوښتل شوې بودیجه ۳.۲ میلیارده ډالر
اختصاصي بودیجه ۱.۴ میلیارده ډالر
د بودیجې تشه ۱.۸ میلیارده ډالر
امريکا، د آسيا پراختيايي بانک، اروپايي ټولنې، جرمني او جاپان له افغانستان سره تر ټولو ډېرې مرستې کړې دي.
په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د پنځو لویو مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو مرستې:
امریکا ۳۳۵.۷ میلیون ډالره
د اسیا پراختیايي بانک ۲۰۰ میلیونه ډالره
اروپایي کمیسیون ۱۵۶.۸ میلیون ډالره
جرمني ۱۳۹.۸ میلیونه ډالره
جاپان ۷۲.۸ میلیونه ډالره
په روان کال کې افغانیو د کلمبیا او سریلانکا د اسعارو پر وړاندې د نړۍ د درجه بندۍ په سر کې ځای خپل کړ.
بلومبرګ د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو بشري مرستو راتګ او له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ زیاتوالی د ډالر پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د لوړېدو دوه لاملونه په ګوته کړل.
که څه هم د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ښه ثبات موندلی، خو د هېوادوالو د بې وزلۍ په کمولو کې یې ښه اغېز نه دی کړی او دا مهال ډېری خلک د ډوډۍ پېرلو لپاره پیسې نه لري.
د هرات اوسېدونکې زینب
«کونډه تور سرې یم، دوه ماشومان لرم، دولس کلن او دیارلس کلن، له ښاره کارتنونه راټولوي، د شپې ځای نه لرو. څه نه لرو چې را وایې خلو او پاخه یې کړو. په همدې خېمه کې اوسیږو، ګوزاره کوو، که دولت دولت وي را دې شي ما دې دلته له خپلو ماشومانو سره ښخه کړي.»
سید احمد د خېمې اوسېدونکې وايي: «ماشومان مې ناروغه دي، زه هم ناروغه یم، کارکوونکی نه لرم. همدا زما روزګار دی، دا زما ستونزه ده.»
بې وزلۍ، وچکالۍ، موسمي بدلون، زلزلې او سېلابونو افغانستان په بد بشري وضعیت کې اچولی او د هېواد اقتصاد یې د کندې پر غاړه درولی.
پر دې سربېره پر ښځو د طالبانو محدودیتونه په ځانګړې توګه د کار په برخه کې د افغانستان پر ناخالص کورني تولید ناوړه اغېز کړی او د افغانستان نیمايي وګړي د طالبانو له دغو بندیزونو رنځیږي.
ملګرو ملتونو وړاندوینه کړې چې په ۲۰۲۴ کال کې به نږدې ۲۴ میلیونه وګړي چې د افغانستان د نفوس نیمايي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري او د افغانستان کمزوری اقتصاد چې په نړیوالو مرستو تکیه کوي، له اقتصادي فعالیتونو د ښځو د وتلو له امله به نور هم زیانمن شي.