افغانستان

یو شمېر محصلینې د پوهنتونونو په تړل کېدو په ژور خفګان اخته شوې دي

د پوهنتونونو تړلو، یو شمېر محصلینې په رواني ناروغیو اخته کړې دي. ځینې محصلینې وايي، له پوهنتون پرته یو کال دوی له ژور خفګان سره مخ کړي او له همدې حالته رنځ وړي.

ډاکټران په دې باور دي چې د پوهنتونونو تړلو د نجونو پر روحیې ناوړه اغېز کړی دی.

هدیه نولس کلنه ده او د پوهنتون په لومړي کال کې چې د ژورناليزم په زده کړه بوخته وه، طالبانو نجونې پوهنتون ته له تلو منع کړې.

دغه محصله وايي، د پوهنتون د تړل کېدو خبر يې هغه مهال واورېد، چې د ژورنالېزم په يوه مضمون کې يې ازموينه ورکوله او ستونی یې له ژړا ډک او له ژونده مايوسه شوه.

هدیه اوس په سخت خفګان اخته ده او د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه ​​ده.

د يو شمېر محصلينو ميندې وايي، چې لوڼې يې پر له پسې د پوهنتون د پرانستلو په اړه پوښتنې کوي، خو دوی ورته ځواب نه لري.

د کورنیو ځينې غړي وايي، چې د خپلو لوڼو له خفه څېرو او له اوښکو ډکو سترګو ځورېږي.

ځینې ​​ډاکټران وايي چې بې خوبي، اضطراب او د زړه د درزا چټکتیا د رواني ناروغیو مهمې نښې دي چې ځینې وختونه د ځان وژنې لامل کېږي.

دغه ډاکټران په دې باور دي، چې له زده کړو د نجونو لیرې ساتلو دغه ناروغۍ زياتې کړي او درملنه يې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځيو پرانيستل دي.

ارواپوه محمد الله بلوڅ په دې اړه آمو ته وايي: «د رواني روغتیا یو مهم عنصر، د ژوندانه ارزښتونه دي او د ژوند یو ارزښت بیا زده کړه او تحصیل دی. که زده کړه د ټولنې پر یوې پرګنې بنده شي، دا په خپله د ټولنې پر رواني روغتیا لوي ګذار لرلی شي، بې له شکه حکومت باید دې مسلې ته پام وکړي.»

يو شمېر ښځينه محصلینې وايي، په تېر کال کې هره ورځ د پوهنتونونو د پرانيستلو خبر ته په تمه وې، خو طالبانو د ټولو نجونو غوښتنې له پامه وغورځولې او نجونو ته يې د پوهنتون د تګ اجازه ور نه کړه.