افغانستان

د سینیرلي اوغلو د راپور په وړاندې د طالبانو غبرګون: د ځانګړي استازي د ګمارلو وړاندیز د منلو نه دی

طالبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي مهم وړاندیز ته په یوه لیک کې غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو په لیک کې چې یوه کاپي یې آمو ټلویزیون ته استولې، دوی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو پر وړاندیز اعتراض کړی دی.

په دغه لیک کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو غوښتي چې د ځانګړي استازي په ټاکلو سره دې وخت نه ضایع کوي.

د فریدون سینیرلې اوغلو په راپور کې له طالبانو او نورو اړخونو سره د سیاسي خبرو اترو په موخه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز هم شوی دی.

له دې سره هم مهاله، د هېواد یو شمېر اوسېدونکو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په هره پرېکړه کې دې د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

طالبانو په یوه لیک کې د فریدون سنیرلي اوغلو د راپور د ځینو برخو هرکلی کړی، خو د فریدون سنیرلې له مهمو وړاندیزونو سره یې مخالفت کړی دی.

دغه لیک د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته استولی دی.
په دغه ليک کې چې يوه کاپي يې د طالبانو د وياند له خوا آمو تلويزيون ته لېږل شوې، راغلي چې دوی د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره موافق نه دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د بین الافغاني خبرو د پرمختګ او په دې برخه کې د منظمو غونډو د ترسره کولو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز د منلو وړ نه دی.

پر دې سربېره طالبانو د دریو مهمو وړاندیزونو په ځواب کې ویلي چې افغانستان یو پیاوړی مرکزي دولت لري او باید د سیاسي خلا او ګډوډۍ په سترګه ورته ونه کتل شي.

ملګرو ملتونو ته د طالبانو د لیک په یوه برخه کې راغلي: «افغانستان دا مهال یو پیاوړی مرکزي دولت لري چې د افغانانو له بې ساري تنوع ښکارندویي کوي. له همدې امله دې ته بايد د جګړې د ډګر په سترګه ونه کتل شي، چې په هغه د افغانانو تر منځ د خبرو په څېر د بهرنيانو تپل شوي سياسي حل لارې ته اړتيا پیدا شي او په دې ډول هڅو سره بايد د نړيوالې ټولنې وخت ضايع نه شي.»

د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي تر څنګ، د نړیوالې اړیکې ډلې وړاندیز هم کړی دی.

د تماس ډله چې فریدون سینیرلي اوغلو د دې میاشتې په راپور کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته وړاندیز کړې د لوی ګروپ شکل د غړو په پرتله کوچنۍ د اړیکې ډله ده. دا ډله به درې ماموریتونه ولري.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي په راپور کې راغلي دي چې د اړیکې نړیواله ډله به د نړیوالو شریکانو ترمنځ د کړنو او تګلارو د همغږي کولو، د تعامل د ساتلو او په افغانستان کې له طالبانو او نورو اړخونو سره په فعاله سیاسي تعامل کې مهم رول ولوبوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د راپور په یوه برخه کې ویل شوی: «د اړیکې ډله باید د لوی ګروپ له غړو څخه کوچنۍ او د لوی ګروپ سره تړلې رامنځته شې. دا د اړیکې ګروپ د نړیوالو شریکانو ترمنځ کړنې او چلندونه همغږي کوي، ښکیلتیا ساتي او ژوروي، او کولای شي په فعاله سیاسي او دوامداره ښکیلتیا کې له افغان شریکانو سره د (طالبانو) په ګډون مخکښ رول ولري.»

د فریدون سینیرلي اوغلو په راپور کې د ټولو نړیوالو شریکانو په ملاتړ د اړیکې ډلې فعالیت مهم بلل شوي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تصویب سره به د دې فعالیتونو موثریت زیات شی.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي په دې باور دي چې نړیواله ټولنه باید په هره پرېکړه او عمل کې د ښځو او نجونو حقونو ته چې دا مهال د طالبانو له خوا تر پښو لاندې کېږي، لومړیتوب ورکړي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سترې غونډې د کار دوام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د همغږي کوونکي یو له مهمو وړاندیزونو څخه دی او په راپور کې له ملګرو ملتونو څخه غوښتل شوي چې د یوې لویې غونډې په جوړولو سره دې د افغانستان لپاره د نړیوالو شریکانو سره په مشوره په یوه لویه بڼه کې ناسته ترسره کړي.