افغانستان

په تېرو شپږو میاشتو کې په هېواد کې د رسنیو له آزادۍ د سرغړونې د ۷۵ موردونو ثبتول

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه راپور کې په تېرو شپږو میاشتو کې د رسنیو آزادۍ د وضعیت، د هېواد پر آزادو رسنیو د فشار د زیاتوالي، د رسنیو د کاري بهیر سخت بدلون او خبریالانو د پراخو نیونو خبر ورکړی دی.

دغه بنسټ ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د خبریالانو او رسنیو له آزادۍ د سرغړونې لږترلږه ۷۵ پېښې ثبت کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا، په دغو پېښو کې ۳۳ د نیولو او ۴۲ د ګواښلو موردونه شامل دي.

په راپور کې راغلي چې ډېری نیونې د طالبانو د استخباراتو ادارې له خوا شوې او د خبریالانو او رسنیو د ګواښلو په پېښو کې هم بېلابېلو ادارې په تېره بیا د طالبانو استخباراتو، اطلاعاتو او کلتور او امربالمعروف لاس لرلی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې په اوسني وخت کې نه یوازې په ولایتونو بلکې په کابل کې د رسنیو معمول کاري بهیر ګډوډ شوی او معلوماتو ته په لاسرسي کې د سخت محدودیت له امله د آزادو او څېړنیزو راپورونو او پروګرامونو د برابرولو او خپرولو امکان له منځه تللي دي.

په دغه راپور کې جوته شوې چې د منځپانګې د بدلون لپاره پر رسنیو د طالبانو هڅې پراخې شوې او رسنۍ اړ شوې خپل کاري مواد او منځپانګه د انسان دوستانه پېښو او بشري مرستو او یا د طالبانو د تایید وړ ښوونیزو پروګرامونو تر پوښښ پورې محدود کړي.

ددغه بنسټ په وینا، د هېواد په اوسني وضعیت کې د انتقادي نظر څرګندولو په برخه کې پر خبریالانو سخت محدودیت آن په مجازي فضا کې هم روان دی.

په راپور کې څرګنده شوې، که څه هم د رسنیو قانون او معلوماتو ته د لاسرسي قانون په تلویحي توګه د طالبانو له خوا تایید شوی او طالبانو ددغو قوانینو د «لږ تعدیل» او په کندهار کې د طالبانو مشرتابه ته د توشیح لپاره د هغې د لېږلو خبر ورکړی، خو کړنې یې د هغو کړنلارو له مخې دي چې په تېرو دوو کلونو کې یې صادرې کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وروستۍ ارزونه ښيي چې په دې موده کې د رسنیو اړوند لږترلږه ۱۳ حکمونه صادر شوي چې منځپانګه یې د هېواد د رسنیو په قوانینو کې د طالبانو له وړاندیزي لږ تعدیل څخه زیاته ده او له رسنیو او خبریالانو سره هم د همدې کړنلارې پربنسټ چلند کېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې راپور کې ټینګار کړی چې پر آزادو رسنیو او خبریالانو لګول شوي محدودیتونه او د دوی له قانوني حقونو سرغړونه نه یوازې سمې پایلې نه لري بلکې د هېواد پر پوهاوي او پرمختګ منفي اغېز لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي د رسنیو په اړه د خپلې تګلارې په برخه کې په بیا غور کولو سره، پر خبریالانو او رسنیو د ناسمو او له قانونه اخوا غوښتنو له تپلو ډډه وکړي او له وېرې او سانسور پرته کار زمینه برابره کړي.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټ د راپور له مخې، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې کابو ۳۰۰ رسنیو خپل فعالیت درولی او څه د پاسه پنځه زره خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.