افغانستان

په تېرو څلرویشت ساعتونو کې له پاکستانه د کابو ۵۷ زره کډوالو ستنېدل

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې له تېرې نیمې شپې راهيسې تر نن غرمې پورې شاوخوا ۵۷ زره کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ اوس هم لسګونه زره کډوال په تورخم کې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته د تګ لپاره په تمه دي.

د ناروې د کډوالۍ اداره وايي چې د افغانستان او پاکستان په پولو کې وضعیت د کډوالو لپاره کړکېچن دی.

دغه سازمان له نړیوالو بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې له کډوالو سره لا زیاتې بشري مرستې وکړي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې دغه کسان د کور وسایل راټولوي. افغان کډوال چې ډېر کلونه یې په دې ښار کې ژوند کړی، اوس پوهېږي چې د ګاونډیانو د مېلمستیا دسترخوان نور ټول شوی دی.

دا په کراچۍ ښار کې د کډوالو کمپ دی. هر هغه څوک چې افغانستان ته له ستنېدو سره موافق نه وي، نیول کېږي او دلته د ایستلو لپاره راوړل کېږي، آن په نیول شویو کې داسې کسان هم شته چې د اوسېدو اجازه لري.

په کراچۍ کې د کامیارۍ ولسوالۍ د پولیسو قوماندان جنید اقبال خان وايي: «نن به له دې ځایه د ستنېدو پیل کوو، دلته موږ ۱۲۰ کسان لرو، چې په یوه کاروان کې به یې ولېږو، دوی به د سند ایالت له خوا بلوچستان ایالت ته وسپارل شي او د چمن پولې ته به یې یوسي او هېواد ته به یې ستانه کړي.»

بسونه سړي، ښځې او ماشومان د ایستلو لپاره په زور د چمن پولې ته وړي.

د بشري حقونو وکیل ضیاء احمد عوان وايي: «خلکو ته باید بخښنه ورکړل شي. خلکو ته یوازې یوه یا دوه میاشتې وخت ورکړل شوی و او ورته ویل شوي وو چې یا ولاړ شئ او یا باید ونیول شئ. زما په اند دا غیر عادلانه ده.
دا غیر عادلانه ده.»

دا د تورخم لاره ده چې سلګونه موټر او زرګونه کسان افغانستان ته د تلو په تمه دي.

د ثبت او بایومټریک لپاره بالاخره په افغانستان کې دننه هم یوه لویه ننګونه ده. ځینې ​​وايي، باید په ازاده فضا کې ستړې کوونکې شپې تېرې کړې تر څو چې وار یې را ورسېږي.

یو کډوال وايي: «دلته لارې بندې دي. موږ انتظار کوو. ماشومان هم په موټر کې دي. موږ له لاهور څخه راغلي یو او غواړو چې کابل ته ولاړ شو. زه په پاکستان کې زیږیدلی یم، خو د افغانستان یم.»

بشردوستانه ادارې له نړیوالې ټولنې د یخنۍ په درشل کې د کډوالو لپاره د بیړنۍ مرستې غوښتونکي دي، لکه سرپناه، خواړه، روغتیایي آسانتیاوې او د ادغام لپاره د زمینې برابرول.

اخوا، د ناروې د کډوالۍ ادارې مدیر بیکي روبي وايي: «اوس مهال په سرحدي سیمو کې وضعیت خورا کړکېچن دی. هره ورځ په حیرانونکي شمېر کې خلک له پولې تېرېږي. موږ هره ورځ د پولو په منځ کې له ۹ زرو تر ۱۰ زرو پورې خلک ګورو.»

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، له تېرې نیمې شپې راهيسې تر نن غرمې پورې شاوخوا ۵۷ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.