افغانستان

د جبري ایستلو په اړه له ایرانه د یو شمېر ناقانونه افغان کډوالو اندېښنه

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال په دغه هېواد کې د جبري نیولو او شړلو په اړه خبرې شکایت لري.

دغه کډوال وايي چې د ایران حکومت حتی هغه کسان هم چې قانوني اسناد لري بندیان او شکنجه کوي.

په ایران کې مېشت افغان کډوال وايي چې له ډېرو ننګونو سره شپې او ورځې تېروي او هره شېبه وېره لري چې له ایرانه به ووېستل شي.

مسعود ابراهیمي له هغو افغان کډوالو دی چې له شاوخوا دریو کلونو راهیسې یې له خپلې کورنۍ سره په ایران کې پناه اخیستې ده.

له سهاره تر ماښامه د ایران په ودانیو کې په کار بوخت وي. وايي د قانوني اسنادو په لرلو سره بیا هم نه دي توانېدلي چې خپل ماشومان په ايراني ښوونځيو کې شامل کړي.

په ایران کې افغان کډوال مسعود ابراهیمي وايي: «موږ اسناد لرو، خو زموږ ماشومان اسناد نه لري؛ کله یې چې موږ ښوونځي ته وړو، نه یې مني او نه یې اخلي.»

یوازې مسعود نه دی چې له دې ستونزې سره مخ دی. له څو اونیو راهیسې په ایران کې د افغان کډوالو د نیولو او اخراج لړۍ زور اخیستی.
دوی نه په کوڅه کې او نه هم د کار ځای کې خوندي دي.

په ایران کې افغان کډوال امیر قادري وايي: «افغانان نیسي، راوباسي یې، موږ څلور ورځې ایران ته د کار لپاره راغلي یو، نه مو پریدي چې سهار کار ته ولاړ شو، نن کار ته لاړو، ویې نیولو، اسناد مو لرل، خوشې یې کړو. هغوی چې کارتونه یې نه درلودل، وباسي یې، افغانستان ته یې لیږي.»

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له خبریالانو نیولې تر دولتي مامورینو پورې له افغانستانه وتلو ته اړ شول چې ځینې یې ایران ته لاړل.
اوس، په ایران کې د دوی د ویزو نه تمدید یوه بله اندیښنه ده.

ایران کې جلاوطنی افغان خبریال روح الله ارمان وايي: «د هغو کډوالو سره سره چې په غیر قانوني توګه ایران ته داخل شوي، هغه کډوال چې په قانوني توګه او ویزه ایران ته راغلي هم د ایستلو له خطر سره مخ دي. افغان کډوال د ایران د خاکو له خوا له نامناسب چلند سره مخ شوي. په دغو قضیو کې سپکاوی، او وهل ټکول شامل دي.»

په ایران کې د افغان کډوالو د نیولو په اړه اندیښنې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې ۵۴۰ مدني فعالانو، ژورنالیستانو، هنرمندانو، اکاډمیکو شخصیتونو، وکیلانو او ډاکټرانو د یوې «عریضې» په لاسلیک سره له خپلو هېوادوالو غوښتي، چې اجازه ورنه کړي، چې د ایران خلک نړۍ ته نژاد پرسته او متنفره ور وپېژندل شي او د ایران حکومت باید د اخلاقي اصولو او نړیوالو قوانینو پر بنسټ د افغان کډوالو انساني کرامت او حقونو ته درناوی وکړي.