ښځې

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو دوه کاله وروسته؛ پر ښځو او نجونو محدودیتونو دوام لري

کله چې دوه کاله مخکې په دې ورځ امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووتل، د نورو په پرتله د افغان ښځو او نجونو لپاره له ننګونو او ستونزو ډک ژوند پیل شو.

طالبانو نه یوازې دا چې له شپږم ټولګي پورته نجونې یې ښوونځي ته له تلو بې برخې کړې، بلکې ښځې او نجونې یې پارکونو، پوهنتونونو، په نادولتي بنسټونو کې له کار کولو، په کانکور آزموینه کې له ګډون او آن په سینګارتونونو کې له فعالیته منع کړې.

مرسل چې د طالبانو له واکمنېد وروسته، د هرات په یوه دفتر کې د مدافع وکیل او حقوقي سلاکارې په توګه کار کاوه وايي په تېرو دوو کلونو کې یې په ژوند کې ډېرې ستونزې تجربه کړې او اوس ځان د یوې زنداني په توګه احساس کوي.

بې وزلي او اقتصادي ستونزې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته نورې پایلې دي چې په تېرو دوو کلونو کې یې د افغانانو پر ژوند سیوری غوړولی دی.

د هرات اوسېدونکې فاطمه وايي: «په تېرو دوو کلونو کې چې امریکايیان له افغانستان تللي؛ ژموږ ژوند له ستونزو سره مخ شوی، کاروبار نشته، هغه کار مو چې درلود له لاسه مو ورکړ له روحي پلوه آرام نه یو، ژوند ډېر سخت دی، څوک مو ستونزو ته پام نه کوي او دا ستونزې یوازې زه نه ټولې کورنۍ لري.»

له بلې خوا، کارپوهان وايي چې د امریکا د وتلو څرنګوالی په افغانستان کې د بشري ناورین اصلي کیلي ده او د امریکايي ځواکونو بې قید او شرطه وتلو سره، په افغانستان کې د ولسواکۍ ټول ارزښتونه له منځه ولاړل.

ملګروملتونو ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو څه د پاسه ۵۰ حکمونه صادر کړي چې له مخې د ښځو او نجونو آزادۍ او حقونه محدود یا تر پښو لاندې شوي دي.

اوس چې طالبان له نړیوال مشروعیت څخه بې برخې دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ملګروملتونو ویلي، ترهغه چې طالبان د ښځو او نجونو حقونو او آزادیو ته درناوی ونه کړي په رسمیت به ونه پېژندل شي.