افغانستان د جمهوریت د سقوط دوهمه کلیزه

د داعش خراسان څانګې بریدونو ته کتنه؛ واک ته د طالبانو له رسېدو دوه کاله وروسته

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د مقاومت جبهې او ازادۍ جبهې ترڅنګ؛ د داعش خراسان ډلې د طالبانو پر وړاندې ترټولو زیات بریدونه کړي دي.

په داسې حال کې چې طالبانو افغانستان کې د خپلو وسله‌والو مخالفانو فعالیتونه او حضور رد کړی، خو په وروستیو میاشتو کې لیدل شوي چې د داعش خراسان څانګې پر طالب چارواکو د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ د اګسټ له پنځه‌لسمې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ تر پنځه‌لسمې افغانستان کې ۱۱۵۳ ملکیان د داعش د بریدونو په پایله کې مړه او ټپيان شوي چې ترټولو زیات تلفات د شیعیانو او صوفیانو وو.

له هغې وروسته چې طالبان د ۲۰۲۱ د اګسټ پر پنځه‌لسمه نېټه په افغانستان کې واکمن شول، د داعش خراسان څانګې چې مخکې یې هم د هېواد په ګڼو برخو کې له طالبانو سره نښتې کړې وې، د طالبانو د واکمنۍ پر ضد ځانمرګي بریدونه پیل کړل.

په افغانستان کې د دې ډلې د واکمنۍ په لومړیو څلورو میاشتو کې د طالبانو خلاف د داعش د خراسان څانګې بریدونه پراخ شول او د داعش خراسان د ۲۰۲۱ کال په نومبر او دسمبر میاشتو کې خپل بریدونه زیات کړل.

واک ته د طالبانو د بیا رسېدو په لومړیو ۴ میاشتو کې د داعش خراسان ډلې بریدونه:

اګست میاشت: ۶ بریدونه
سپتمبر: ۲۱ بریدونه
نومبر: ۳۰ بریدونه
دسمبر: ۲۸ بریدونه

حسین حقاني په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني په دې اړه وايي: «طالبان په خپله یوه ترهګره او افراطي ډله ده، دا به غیرمنطقي وي چې له هغوی تمه ولرو چې د یوې متمدنې نړۍ په استازیتوب، له یوې بلې ترهګرې ډلې سره وجنګېږي.»

په دې موده کې مقاومت او د آزادۍ جبهو د بغلان د اندرابونو او پنجشیر په غرونو کې ځای ځای او د چریکي بریدونو په ترسره کولو په کاپیسا، کابل، تخار او د هېواد په نورو برخو کې د طالبانو په وړاندې مقاومت ته دوام ورکړ.

خو د داعش خراسان څانګې د طالبانو په نښه کولو ترڅنګ، پر ښوونځیو، جوماتونو او د شیعه وګړو پر نورو مرکزونو، عبادت ځایونو، سیکانو، د اهل تصوف پر مرکزونو او دیپلوماتیکو ځایونو هم بریدونه وکړل.

د ملګروملتونو شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځه‌لسمه؛ هغه ورځ چې طالبان واک ته ورسېدل، د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فبرورۍ تر پنځلسمې په افغانستان کې د داعش په بریدونو کې ۱۱۵۳ ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي چې ډېری دا وژل شوي کسان شیعه او هزاره وګړي وو.

د داعش د بریدونو ټول تلفات ۱ زر او ۱۵۳ تنه دي چې له دې منځه ۳۹۷ تنه مړه او ۷۵۶ ټپیان شوي دي.

د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق باوري دي: «وهابیان ټول مذهبونه تکفیروي؛ که هغه اهل سنت مذهبونه دي او که د شیعه مذهب. دوی کافر او مرتد بولي او د وینې تویول یې مباح ګڼي، اوس په افغانستان کې مشهوره ده چې طالبان حنفیان دي، دوی چې راځي او ځانمرګي بریدونه کوي، باید یو شرعي دلیل ځان ته جوړ کړي چې دوی د کافر او مرتد په ویلو یې وژني او شیعه‌يان هم په همدې ډول.»

خو په دې موده کې کونړ، ننګرهار او کابل ولایتونه د داعش خراسان ډلې د ترټولو زیاتو بریدونو شاهد وو.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د داعش بریدونه د ولایتونو په کچه په لاندې ډول دي:

تخار: ۱۲
کندز: ۱۳
بلخ: ۹
هرات: ۵
فراه: ۲
هلمند: ۳
کندهار: ۱
بدخشان: ۲
سمنګان: ۱
لغمان: ۴
پروان: ۳
کونړ: ۴۳
ننګرهار: ۷۹
لوګر: ۸
کابل: ۷۷

د ځانګړو عملیاتو قول اردو مخکینی قوماندان سمیع سادات وايي: «د داعش سرچینې ډېری له بهر څخه راځي، په ځانګړې توګه په سوریه کې تېل په خپل کنټرول کې لری او په افریقا کې د سرو زرو او الماسو کانونه په واک کې لري چې له هغه ځایه افغانستان ته پیسې لېږی او سوریه کې د داعش له ماتې وروسته، د دې ډلې ډېری مشران د عراق، ایران او پاکستان له لارې افغانستان ته راغلي دي.»

طالبانو څو ځله په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د له منځه وړلو لپاره د جدي مبارزې خبره کړې او په دې باور دي چې داعش جنګیالي له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راځي.

په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې لیدل شوي چې د داعش خراسان څانګې په ځانمرګو بریدونو سره، طالب چارواکي په نښه کړي دي؛ په بلخ کې د طالبانو پر والي له بریده نیولې په بدخشان کې د طالبانو د والي تر مرستیال پورې.

ایران ویلي چې د داعش قوماندانان له عراق او شام څخه افغانستان ته راغلي او امریکا ویلي چې په راتلونکو کابو شپږو میاشتو کې به د داعش خراسان ډله د امریکا او د متحدینو د ګټو پروړاندې یو ګواښ وي.