افغانستان د جمهوریت د سقوط دوهمه کلیزه

د ۲۰۲۱ د اګست په څوارلسمه د افغانستان مهمې پېښې

دوه کاله وړاندې په همدې ورځ د طالبانو په لاس د سقوط شویو ولایتونو شمېر ۲۴ ته لوړ شو.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۴مه بلخ، فاریاب، پکتیا، پکتیکا، لغمان، کونړ او لوګر د طالبانو لاس ته ورغلل.

مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په دې ورځ خلکو ته ډاډ ورکړ چې د بې ثباتۍ د خپرېدو مخه به ونیسي.

هغه په خپل پیغام کې وویل: «تاسو ته ډاډ درکوم، ستاسو د ولسمشر په توګه، زما تمرکز په دې دی چې د بې ثباتۍ، د خپرېدو، تاوتریخوالي او د خپلو خلکو د بې ځایه کېدو مخه ونیسم.»

په دې ورځ عطا محمد نور او مارشال دوستم چې د مزارشریف ښار په درېیو برخو کې له طالبانو سره په جګړه بوخت وو، د ورځې په پای کې د حیرتان پله له لارې ازبکستان ته ولاړل او د مزارشریف ښار په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ورغی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۴مه د بلخ، فاریاب، لغمان، لوګر، پکتیا، پکتیکا او کنړ په سقوط سره د طالبانو په لاس د سقوط شویو ولایتونو شمېر ۲۴ ته ورسېد.

د پکتيکا د خلکو يو پخوانی استازی آمو ته وایي چې د پکتيکا پخوانيو سرتېرو ته د ځينو بهرنيانو له خوا ويل شوي وو چې له جګړې لاس واخلي.

په ولسي جرګه کې د پکتیکا پخوانی استازی خالد اسد وايي: «په پکتیکا کې قطعې وې، بهرنیانو دغو قطعاتو ته ویلي وو چې خپلې پوستې پرېږدئ. افغانستان اوس یو بل پړاو ته ځي، خپلې پوستې هغوی ته وسپارئ، کابل ته لاړ شئ.»

په همدې حال کې د لوګر پخوانی والي وايي، له هغه وروسته د طالبانو له خوا ونیول شو، چې نور یې له ځانه د دفاع لپاره پوځي تجهیزات او مهمات نه درلودل او له ناچارۍ د طالبانو لاس ته ورغی او د پل علم ښار سقوط وکړ.

د لوګر پخوانی والي عبدالقیوم رحیمي وايي: «زه یې هم ونیولم، وځورېدم. زه کافي وځورېدم. کله چې تاسو تر وروستۍ مرمۍ پورې جنګېږئ، تاسو ته سرې غالۍ نه غوړوي.”

په دې ورځو کې د افغانانو ترمنځ د هوکړې د رامنځته کولو هڅې زیاتې شوې وې، چې د باخبرو سرچینو د څرګندونو پر بنسټ ټاکل شوې وه د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي پخلاینې عالي شورا د پخواني رییس عبدالله عبدالله په ګډون یو سیاسي پلاوی د اګسټ په ۱۶ مه له طالبانو سره د هوکړې لپاره دوحې ته ولاړ وشي.

هغه هڅې چې د جمهوري ریاست د مرکچي پلاوي پخواني مشر له امو سره په خبرو کې هغه ډېرې ناوخته وبللې.