افغانستان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: زموږ تخنیکي پلاوی به ډېر ژر د بندونو وضعیت د ارزولو لپاره افغانستان ته ولاړ شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرحسین عبداللهیان چې ددغه هېواد د راډیو ټلویزیون د خبر شبکې په یوه خپرونه کې یې خبرې کولې د هلمند حقابې په اړه وروستیو خبرونو ته په اشارې سره وویل چې د دوی تخنیکي پلاوی به ډېر ژر د بندونو وضعیت د ارزولو لپاره افغانستان ته ولاړ شي.

هغه زیاته کړه: «موږ له طالبانو سره د ایران د حقابې موضوع په جدي توګه تعقیب کړې. ښاغلي ولسمشر په دې هکله ځانګړي حکمونه کړي دي. زموږ دریځ دا دی چې د ۱۳۵۱ کال د هوکړې پربنسټ موږ باید له افغانستانه خپله حقابه ترلاسه کړو. دوی (طالبانو) ژمنه کړې، خو پر خپله ژمنه یې عمل نه دی کړی یو څه وخت یې د ایران په لور اوبه راپرېښودې.»

دغه لوړپوړی ایرانی دیپلومات ددې په بیانولو سره چې بالاخره مو د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره پر دوو طریقو هوکړه وکړه وویل: «لومړۍ طریقه دا چې زموږ تخنیکي پلاوی د ۱۳۵۱ کال د هوکړې پربنسټ افغانستان ته ولاړ شي او د کجکي بند له سینده چې د اوبو کچه تعینوي لیدنه وکړي. بله طریقه دا ده چې موږ د اوبو کچه د خپلو امکاناتو په کارولو سره وارزوو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، زموږ لپاره روښانه ده چې کابو یوه اونۍ مخکې د اوبو د کمښت او زموږ په لور یې د راتلو ستونزه موجوده وه، خو دا زموږ له غوښتنې او حق څخه څه نه کموي او «موږ په جدي توګه په دې لټه کې یو چې له حقابې څخه د ایران ونډه تعقیب کړو.»

موږ په سیاسي ډګر کې طالبان د ټولګډونه حکومت له جوړېدو پرته په رسمیت نه دي پېژندلي

امیرعبداللهیان د اشرف غني او طالبانو ترمنځ توپیر ته په اشارې سره زیاته کړه: «ښاغلي اشرف غني چې څو کاله مخکې یې کمال خان بند پرانیست یوه ګستاخۍ ډکه جمله یې بیان کړه او هغه دا چې که غواړئ وړیا اوبه درکړو، تېل وړیا موږ ته راکړئ، دا موضوع د افغانستان په اوسنيو واکمنو کې مطرح نه ده او دوی د ایران پر حقابې اعتراف کوي. خو موږ هم په ښکاره وویل که وایئ چې اوبه نشته، باید زموږ متخصصین تایید کړي او یوازې ستاسو سیاسي خبرې زموږ لپاره بسنه نه کوي.»

دغه ایراني چارواکي ټینګار وکړ: «موږ په سیاسي ډګر کې طالبان د ټولګډونه حکومت له جوړېدو پرته په رسمیت نه دي پېژندلي او دا د دوی د خواشینۍ لامل شوي. خو موږ دوی ته په ښکاره ویلي چې موږ نشو کولای په دې اړه بې پامي وکړو. ټول افغانستان پښتانه او طالبان نه دي، تاسو د افغانستان د واقعیت یوه برخه یاست. په افغانستان کې نور قومونه هم شته. خو د ځینو مسایلو له امله له واکمنې ادارې سره په بېلابېلو برخو کې همکاري لرو د ګانډیتوب، وګړنیزو او دې ته په پام سره چې که موږ هڅه ونه کړو، په افغانستان کې به ټولګډون دولت جوړ نه شي، موږ به له لازیاتو کډوالو سره مخ وو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: «د تخنیکي پلاوي په اړه زموږ د سفارت او په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرستۍ ترمنځ یو شمېر یاددښتونه تبادله شوي او د وخت په اړه یې هم هوکړه شوې او زموږ پلاوی به ډېر ژر ولاړ شي.»

دا په داسې حال کې دي چې تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پر بېلابېلو هېوادونو په نیوکې سره ویلي چې یو شمېر هېوادونه شپه او ورځ مشوره ورکوي چې تاسو ټولګډونه حکومت جوړ کړئ. که واقعیت ووایم، زموږ حکومت له دوی څخه ټولګډونه دی. دوی وايي په افغانستان کې دې امنیت ټینګ شي، که واقعیت ووایم، په افغانستان کې د دوی د هېوادونو په پرتله امنیت ښه دی.