افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې له ۱۵ میلیونه زیات وګړي د خوړو خوندیتوب له نشتوالي سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې په افغانستان کې له ۱۵ میلیونه زیات وګړي د خوړو خوندیتوب له جدي نشتوالي سره مخ دي او که ددغه بنسټ د بودیجې ستونزه حل نه شي، له اړمنو سره به ددې بنسټ خوراکي مرستې کمې شي.

ددغه بنسټ ویاند زیاتوي چې د روان کال له اپرېل میاشتې وروسته، د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې له کمښت سره مخ شو او له هغې وروسته یې په افغانستان کې پنځه میلیونه اړمنو ته د مرستو رسولو بهیر درولی دی.

هېوادوال هم له دوی سره د مرستو د کمښت په اړه سخت اندېښمن دي.

د هرات ولایت اوسېدونکی عبدالشکور د خوراکي توکو هټۍ لري او له همدې لارې هڅه کوي چې د ژوند لګښتونه پوره کړي.

د طالبانو له راتګ وروسته د هغه په ​​هټۍ کې د توکو خرڅلاو کم شوی او اوس د زرګونو نورو په څېر مرستو ته سترګې په لار دی.

دى وايي، په کرايي کور کې ژوند کوي او له سختې اقتصادي ستونزې سره مخ دى.

عبدالشکور زیاتوي: اقتصادي ستونزه لرم، ۴۵ کلن یم، کوم بل کار و کسب نه لرم، له یو نیم يا دوه زرو ډېر عايد نه لرم، ما ته کفايت نه کوي. څلور پنځه ډوډۍ خوړونکي لرم.”

د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه د هغو کسانو شمېر چې د خوراکي توکو له جدي نه خوندیتوب سره مخ دي له پنځلس میلیونو تنو زیات اعلان کړی.
د خوړو نړیوال پروګرام ویاند امو ته وايي، چې دا بنسټ د بودیجې له جدي کمښت سره مخ دی او که نړیواله ټولنه دې برخې ته پام ونه کړي، په راتلونکي ژمي کې به د خوړو نړیوال پروګرام مرستې کمې شي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي: «د خوړو نړیوال پروګرام د کال له پيله تر می مياشتې وتوانید چې شپاړس ميليونه خلکو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوي چې له دې ډلې اته میلیونه یې ښځې وې، د دې لپاره چې موږ وکولی شو خپلو پروګرامونو ته تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې لکه څنګه چې پلان شوې دوام ورکړو. او په ټول افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د مرستو رسولو په ګډون په لیرې پرتو سیمو کې د خوراکي توکو د ذخیره کولو لپاره چیرې چې د لومړۍ واورې له امله ارتباطي لارې پرې کيږي، موږ په بېړنۍ توګه یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو.»

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو پر مخ وړلو لپاره له نړیوالې ټولنې د یو میلیارد ډالرو غوښتنه کړې.

دغې بنسټ اوس د مرستو لپاره د اړمنو کسانو شمېر له ۱۳ میلیونو ۸ میلیونه تنو ته رځټيټ کړی.

اقتصادي کارپوه سير قریشي وايي: «په اوسني حالت کې، په ۲۰۲۳ کال کې ۲۸ میلیونه خلک د ژوندي پاتې کیدو لپاره بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، او دا افغانستان په نړۍ کې په یو بشري بحران بدلوي، او له بده مرغه، د بشري اړتیاوو اصلي عامل په ډېره لوړه کچه د خوړو ناامني ده.»

د نړیوال بانک د راپور له مخې، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان ناخالص تولید له پنځو میلیاردو ډالرو کم شوی او د دغه هېواد د هر وګړي د سړي سر عاید له پنځو سوو ډالرو ۳۵۰ ډالرو ته راټیټ شوی دی.