افغانستان

د بایډن د کابینې وزیران کانګرس ته: د چین پر وړاندې يو شئ

د امریکا د ولسمشر دفتر درې لوړ پوړي چارواکي خبرداری ورکوي چې د امریکا د بودجې کمول به له چین سره په پوځي، ډیپلوماتیکو او اقتصادي برخو کې د دغه هېواد د سیالۍ توان کم کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو، دفاع او سوداګرۍ وزيران چې ډېر کم د کانګرس په ګډو غونډو کې راڅرګندېږي، په بېلابېلو برخو کې له چين سره د مقابلې لپاره د دغه هېواد پر تمرکز ټينګار کوي.

د جو بایډن اداره هڅه کوي د بودجې په زياتوالي سره د چین پر وړاندې د خپلې کمزورۍ مخه ونيسي.

د امریکا د کابینې وزیران ډېر کم د کانګرس په عامه غونډو کې راڅرګندیږي، خو دا ځل د امریکا دواړه دیموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوندونه غواړي وښيي چې دوی د چین کمونست ګوند د واشنګټن پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ګڼي.

جینا ریمونډ، د امریکا د سوداګرۍ وزیره وایی: “له چین سره سیالۍ لپاره اړتیا ده چې د حکومت او په کانګرس کې د دواړو ګوندونو په ګډون هر څوک په ګډه کار وکړي. دا کار زموږ د ټولو اقتصادي، دیپلوماتیکو او پوځي وسایلو کارولو ته اړتیا لري.”

امریکايي کارپوهان اقتصادي رکود ته د دغه هېواد له تګ وېره لري. هغه چې له چین سره به د امريکا د سیالۍ توان کم کړي. خو په ورته مهال امریکا د کانګرس د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو په غوڅ ملاتړ یو لایحه تصویب کړې چې پر اساس به یې له چین سره په سیالۍ کې میلیاردونه ډالر ولګول شي.

د امریکايي چارواکو له نظره له چین سره د مقابلې یوه لاره له نورو هېوادونو سره همکاري ده.

لوید آسټن، د امریکا د دفاع وزیر وایی: “موږ د جنوب ختیځې اسیا او د څلور اړخیزې ډلې له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخوو. زه خوښ یم چې متحده ایالات به ډیر ژر د ولسمشر د طرحې له مخې چې د کانګرس لخوا تصویب شوې تایوان ته اضافي امنیتي مرستې چمتو کړي.”

خو له دې هر څه سره سره واشنګټن وايي، له چین سره سیالي له دغه هېواد سره د همکارۍ د ختمولو په معنا نه ده.

انتوني بلینکن، د امریکا د بهرنیو چارو وزير وایی: “زما په اند، سمه لاره دا ده چې د لوړ پوړو چارواکو سره په دوامداره توګه ناستو ته دوام ورکړو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې لږ تر لږه موږ خبرې کوو او په روښانه توګه خپل ارزښتونه، ارادې او اهداف بیانوو. په ورته مهال موږ بايد د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې په ګډون د همکارۍ په لټه کې اوسو.”

امريکا په داسې حال کې تایوان سره په پوځي مرستو ټینګار کوي چې بیجینګ تایوان د چین یوه برخه ګڼي او له تایوان سره د واشنګټن همکارۍ ته منفي غبرګون ښيي.