افغانستان

د اروپايي ټولنې غړې: هېڅکله باید طالبان په رسمیت ونه پېژنو

د اروپايي ټولنې د بشري حقونو د کمیټې غړې هانا نیومن له آمو ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو مسله د نړیوالې ټولنې پر مېز نشته.

هغې ټینګار وکړ چې دا آن د امریکا، افغان دولت او طالبانو ترمنځ د قطر د سولې خبرو پرمهال هم د بحث موضوع نه وه.

هانا نیومن زیاتوي: «دا جوته ده چې دوی به څوک په رسمیت ونه پېژني، په رسمیت پېژندلو موضوع پر مېز نشته، هغه مهال چې له نیمایي زیات واک یې ترلاسه کړی و او عالي ژمنې یې کولې (د دوې مذاکرات) هغه وخت هم په رسمیت پېژندلو مسله پر مېز نه وه او اوس د لا خرابېدو په حال کې دی.»

مېرمن نیومن ټینګار کوي چې دوی باید له طالبانو سره د چلند لپاره داسې لارې ولټوي چې د دې ډلې په رسمیت پېژندلو لامل نه شي.

نوموړې وایي: «دا دردونکی مورد چې زه ترې کرکه لرم، باید ومنو چې اوس طالبان په واک کې دي، له دې امله موږ باید له هغوی سره د چلند او خبرو لپاره لارې پیدا کړو. د بېلګې په توګه، ډاډمن شو چې د بشردوستانه مرستو ورکول دوام مومي، وروسته زموږ پيغام دا دی چې نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي، له دې امله، هو موږ باید له هغوی سره د خبرو لپاره د لازیاتو رغنده لارو په لټه کې واوسو. خو هېڅکله باید دوی په رسمیت ونه پېژنو.»

مېرمن نیومن د مرکې په بله برخه کې ټینګار کړی، که څه هم دوی له طالبانو سره د خبرو په لټه کې دي خو د هغې په وینا، طالبان باید له ښځو او د تاجکانو، هزاره وو او مذهبي او قومی لږکیو په شان نورو قومونو سره خبرې اترې وکړي.

د اروپايي پارلمان دا غړې چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دوه ځله افغانستان ته تللې وایي چې اروپايي ټولنه یوازې اړمنو افغانانو ته د بشردوستانه مرستو رسولو د څرنګوالي په شان مسایلو په اړه د خبرو په حال کې ده. نیومن وایي چې د هغې په اند له ښځو سره د طالبانو چلند نه د افغانستان د کلتور پربنسټ دی او نه هم له اسلام سره تړاو لري.

د اروپايي ټولنې د بشري حقونو د کمیټې غړې وایي: «روښانه باید ووایم، د یوه منطقي کس په توګه، زه نه پوهېږم چې ولې دوی دا کار کوي. زما په نظر په نورو اسلامي هېوادونو کې آن په سعودي عربستان کې چې لا هم د ښځو په وړاندې سخت سیاست لرونکی هېواد بلل کېږي ښځې کولای شي موټر وچلوي. دوی پوهنتون ته د خپلو ښځو پر تلو ویاړي، په اروپايي ټولنه کې یې سفیره یوه مېرمن ده، له دې امله د اسلام په اړه د دوی تفسیر زما په اند منطقي نه ښکاري.»

مېرمن نیومن وایي چې هغې د خلکو په سترګو کې د طالبانو په وړاندې ډېر مقاومت لیدلی دی.

نوموړې زیاتوي: «زه وایم چې د خلکو په سترګو کې مې ډېر مقاومت لیدلی، دوی تصمیم نیولی چې پاتې شو، غواړو له طالبانو سره مبارزه وکړو، موږ په نویمه لسیزه کې له هغوی روغ ووتو، دا ځل به بیا روغ ترې ووځو، له دې امله هیله نه بلکې د دوی موخو ته د رسېدو لپاره مې یې هوډ ولیده.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د مخکیني نظام له سقوط او د طالبانو بیا ځلې واکمنېدو وروسته، دغې ډلې د ښځو د لومړنیو حقونو د محدودولو لپاره څه د پاسه شل فرمانونه صادر کړي دي. طالبانو تل د ښځو او نجونو د حقونو رعایتولو او همداراز د ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې رد کړې دي.