سوداګري

د محصولاتو د پلور لپاره د کورني بازار نه‌شتون، د ښځینه سوداګرو تر ټولو لویه ستونزه

په افغانستان کې د صنعت اونۍ په مناسبت د کابل نړيوال نندارتون ځای کې د طالبانو د صنایعو او کانونو خونې په همکارۍ د کورنیو تولیداتو، اقتصادي ظرفیتونو ښودلو، نویو تولیداتو او محصولاتو وړاندې کولو او د تولیدونکو او صادرونکو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه نندارتون پرانیستل شو.

په دې نندارتون کې نارینه او ښځینه سوداګران هڅه کوي چې خپلو تولیداتو ته بازار موندنه وکړي.

فروزان صدیقي د نیل لاسي صنایعو شرکت مسؤله ده. هغه د نورستاني نقاشۍ په څانګه کې کار کوي. نوموړې له څه باندې یو کال راهیسې په دې برخه کې کار کوي.

نوموړې وايي: «زه له مسوولینو غواړم چې د سوداګریز بازار د ودې لپاره شرایط برابر کړي ترڅو موږ وکولای شو نړیوالو په نړیوالو بازارونو کې ونډه ولرو.»

هغه مسلکي سوداګرې ښځې چې په دغه نندارتون کې ګډون کړی وايي، په هېواد کې دننه د محصولاتو د پلور بازار نشتوالي دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

ماري ګل؛ د بدخشان ولایت اوسېدونکې ده چې په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره کابل ته راغلې.

هغه وایي: «هیله منه یم ددغه راز نندارتونونو جوړېدل زیات شي ترڅو موږ وکولای شو خپل محصولات او لاسي صنایع نورو ته معرفي کړو.»

په دغه نندارتون کې د صنعت، کانونو، کرنې، ټکنالوژۍ، برېښنايي وسایلو، پلاستیکي صنعت، خوراکي توکو او لاسي صنایعو په برخو کې یو شمېر سوداګرو ګډون کړی.