سوداګري

د تخار د آهنګرانو د کاروبار کمښت

په تخار کې یو شمېر آهنګران وایي، د خلکو له خوا د بهرنیو او ګرانبیه توکو د کارولو او ددغه صنعت د خامو موادو د بیو د لوړېدو له امله، د دوی د محصولاتو د پلور بازار له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.

د تخار د ورسج ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی غلام رباني چې اویا کاله یې په دغه لرغوني صنعت کې کار کړی وايي: «ما دا کسب له خپل پلاره زده کړی دی.»

دغه بوډا سړی چې د ژوند ډېره برخه یې په دې برخه کې تېره کړې زیاتوي: «په تېر یو نیم کال کې ددغه صنعت د خامو موادو بیه څو برابره لوړه شوې او له همدې امله زموږ کاروبار له ځوړتیا سره مخ شوی دی.» 

غلام رباني څرګنده کړه: «په تېرو کلونو کې مو کارونه ښه وو؛ خو سږ کال کار نشته موږ وسایل جوړو، خو مشتریان نه لرو همداراز ددغه صنعت د خامو موادو بیه لوړه شوې موږ یې د پېرلو وس نه لرو او له حکومته غواړو په بازار کې د بهرنیو وسایلو پېر پلول کنټرول کړي ترڅو زموږ کاروبار وده وکړي.»

د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار یو بل پښ فیصل د دې ولایت بازار ته د بهرنیو توکو واردېدل ددغه صنعت د بازار د پيکه کېدو اصلي لامل بولي او وايي، په تېرو وختونو کې دغه کسب زموږ لپاره ښه عاید درلود، خو اوس په سختۍ سره خپل لګښت او د هټۍ کرایه پوره کوي.

فیصل په دې اړه وايي: «زه له دوولسو کلونو راهیسې د آهنګرۍ په برخه کې کار کوم او دا کسب مې له پلاره زده کړی، په تېرو وختونو کې مو کاروبار ښه و، خو اوس بازار ته د بهرنیو توکو په واردېدو مو کارونه له ځوړتیا سره مخ شوي دي.»

د تخار اوسېدونکي وايي؛ که څه هم د آهنګرۍ صنعت یو ارزښتمن صنعت دی، خو د حکومت نه پاملرنه د دې لامل شوې دا برخه له ځوړتیا سره مخ شي.

د تخار اوسېدونکي رازمحمد په دې اړه وویل: «کابو لس کاله کېږي چې د آهنګرۍ په برخه کې کار کوم او دا مې پلرنی کسب دی. په وروستیو کلونو کې دا برخه له ځوړتیا سره مخ ده، زه له حکومت (طالبانو ادارې) غواړم چې له دغه لرغوني صنعته ملاتړ وکړي.»

په تېرو کلونو کې د تخار ولایت په مرکز تالقان او د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د آهنګرۍ صنعت ښه وده کړې وه. خو اوس په تخار کې د آهنګرۍ یوازې څو کارخونې پاتې دي چې خاوندان یې په سختۍ سره ورځنۍ چارې پرمخ بیايي.