افغانستان

تخار کې د پاکو اوبو څاه‌ګانو وچېدل

د دغو اوسېدونکو په وینا په دې وروستیو کې د اوبو څاه‌ګان وچ او د نوموړي ولایت اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښت سره مخ شوي دي.

د تالقان ښار اوسېدونکې زرمینه وايي، د اوبو د کمښت له امله له لیرې سیمې اوبه راوړي. هغه د ورځې دوه کیلومتره لاره کچ کوي او د تالقان له زرګران سیمې تر ختیځې پروژې پورې د اوبو راوړلو لپاره ځي.

د تخار اوسېدونکې زرمینې وویل: «اوبه د انسان له اصلي اړتیاوو دي، که اوبه نه وي ژوند نشته. موږ په دې وروستیو کې د اوبو له کموالی سره مخ یو که حکومت موږ ته پاملرنه ونه‌کړي موږ به د خپلو ماشومانو د مړینې شاهد واوسو. د یوه څاڅکي اوبو لپاره له لیرې ځایونو راځو، کله کله پیدا کيږي هغه هم ډېره کمه اندازه.»

د تخار د اوسېدونکو په وینا، د دې ولایت په مرکز کې د څاګانو د وچېدو او د اوبو کچې د ټیټېدو لامل موسمي بدلونونه، وروستۍ وچکالۍ او د اوبو د زیاتو ژورو څاه ګانو کیندل دي.

د تخار یوه اوسېدونکي رحیم‌الله وویل: «کابو دوې میاشتې کېږي چې د اوبو له کموالي سره مخ یو. سوړ ژمی، د پانګوالو له خوا د ژورو څاه‌ګانو کیندل او سوداګریز مارکېټونه د دې لامل شوي چې ان د اوداسه اوبه ونه‌لرو. کله کله د خپلو پېردونکو لپاره د دې له امله چې د څښاک اوبه نه لرو له معدني اوبو کار اخلم. دا ډېر ګران راته تماميږي. زموږ په سیمه کې پنځه څاه‌ګان وو چې اوس ټول وچ شوي دي.»

یو شمېر کارپوهان، له اوبو څخه پراخه استفاده، د اوبو د مصرف لپاره د سم پروګرام نشتوالی او د کروندو لپاره د څښاک اوبو کارول ترځمکې لاندې اوبو د کچې د ټیټوالي لاملونه ګڼي.

د چاپېریال ساتنې کارپوه عبدالسمیع خاوري په دې اړه وویل: «د تېر ژمي سخته سړه هوا، له اوبو د اوسېدونکو ناسمه ګټه اخیستنه او په استوګنیزو کورونو د کرنیزو ځمکو بدلېدل د تخار په مرکز تالقان ښار کې د بې‌مخینې ناوړه وضعیت لامل شوی دی.»

له بلې خوا، په تخار کې د طالبانو ځایي مسوولین ډاډ ورکوي چې د دې ولایت د اوسېدونکو د اوبو د کمښت لپاره یو لړ پروګرامونه لري چې په عملي کېدو سره به یې دا ستونزه هواره شي.