افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: طالبان باید له ملګرو ملتونو سره د ښځو د کار د مخنیوی پرېکړه لغوه کړي

Photo: US Department of State

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې پر ورځ له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان خلکو ته لومړیتوب ورکړي او له ملګرو ملتونو سازمان سره د ښځو پر کار لګول شوی بندیز لغو کړي.

هغه په یوه ټویټ کې د طالبانو پرېکړه «د شرم وړ» وبلله او وې‌ویل: «دا چاره به زیانمنونکي افغانان چې په بشردوستانه مرستو پورې تړلي دي، وګواښي. موږ له طالبانو غواړو چې افغانانو ته لومړیتوب ورکړي او دا پرېکړه لغو کړي.»

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان هم د طالبانو د پرېکړې په غندلو ویلي، طالب مسوولینو هغوی ته خبر ورکړی چې افغانستان کې هېڅ ښځه د ملګرو ملتونو لپاره د کار اجازه نه لري او دا فرمان باید «ژر ترژره» عملي شي.

د ملګرو ملتونو سازمان په وینا له دې مخکې یې څو ښځینه کارکوونکې له ځورولو، وېروولو او نیولو سره مخ شوې دي؛ له همدې امله د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې خپلو ټولو کارکوونکو ته امر کړی چې تر بلې خبرتیا دغه دفتر ته راپور ورنه‌کړي.

د طالبانو نوې پرېکړه به د ماشومانو د ژوند په بیه تمامه شي

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق (یونیسف) د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د طالبانو پرېکړه به د ماشومانو د ژوند په بیه تمامه شي.

د یونیسف اجرایي رییسې کاترین رسل ویلي چې افغانستان د نړۍ له ترټولو ناوړه بشري ناورین سره لاس و ګرېوان دی او تر ۲۸ میلیونه زیات خلک په دغه هېواد کې ملاتړ او بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري چې څه د پاسه ۱۵ میلیونه یې ماشومان دي.

رسل ویلي چې طالبان افغانستان کې شته کړکېچن وضعیت ته په بې‌پامۍ، یوه «غیرمعقوله او حیرانوونکې» پرېکړې کړې ده ترڅو افغان مېرمنې له ملګرو ملتونو له دې جملې یونیسف سره له همکارۍ منع کړي.

رسل زیاته کړې: «افغان مېرمنې زموږ د بشردوستانه هڅو ځواک دي. هغوی ډېرې ماهرې دي او په ډېر ښه ډول د افغانستان ترټولو زیانمنونکو وګړو له دې جملې ماشومانو او ښځو، ناروغانو او ډېر عمرلرونکو او همداراز معلولانو ته رسېدنه کوي. هغوی داسې ټولنو ته لاس‌رسی لري چې نارینه همکاران یې لاس‌رسی نشي ورته پیدا کولاي. هغوی د خوړو، د ټولنې روغتیا، ښوونکو، واکسیناتورانو، روغتیاپالو، ډاکترانو او داسې نورو برخو متخصصینې دي.»

نوموړې ویلي چې یونیسف غواړي له ۱۹ میلیونه افغانانو سره مرسته وکړي او حیاتي خدمات وړاندې کړي، خو ټینګار یې کړی چې دا ماموریت د دې ادارې د ښځینه کارکوونکو له همکارۍ پرته ناشونی دی.

رسل ویلي: «ښځینه کارکوونکې زموږ د کار د بریالي کېدو لپاره ډېرې ارزښتناکې دي. له هغوی پرته به د افغانستان انساني ناورین لا سخت شي او زیات ماشومان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

د ښځو له حضور پرته پرمختګ نه کېږي

اخوا، د بې‌پولې ډاکترانو سازمان د طالبانو پرېکړه په کلکه غندلې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی، د بېوزلۍ او وزګارۍ زیاتېدو ته په پام چې افغانان ورسره مخ شوي، ښځې په هېواد کې د بشردوستانه مرستو او روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي.ِ

بې‌پولې خبریالانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه سازمان تر اوسه په مستقیم ډول د طالبانو تر اغېزې لاندې نه دی راغلی او همداراز په ټول هېواد کې د ښځینه کارکوونکو له خوا د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکوي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی: «هېڅ هېواد نه شي کولای په داسې حال کې چې نیمایي ټولنه څنډې ته شوې او په سیستماتیک ډول له دوه‌ګوني چلند سره مخ کېږي، پرمختګ وکړي. هېڅ بشردوستانه سازمان له ښځینه کارکوونکو پرته نه شي کولای په ټول ظرفیت سره مرسته وکړي. د اسلامي امارت (طالبانو) وروستۍ پرېکړه د ټولنې له هرې برخې د ښځو د ګوښه کولو لپاره یو بل ګام دی. نوی ممنوعیت به یوازې په افغانستان کې روان انساني ناورین لا پراخ کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د ښځو پروړاندې ډېر محدودیتونه لګولي دي. په تېر یوه نیم کال کې ښځې او نجونې له محرم پرته سفر، تفریح ځایونو ته له تلو، له عمومي حمامونو له ګټې اخیستو او ورزش څخه بې‌برخې شوې دي.

طالبانو همدارنګه ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او ښځو پرمخ تړلي او په نادولتي سازمانونو کې یې د هغوی پر کار کولو بندیز لګولی دی. پر کابل د نړیوالې ټولنې له فشارونو سره سره طالبانو تر اوسه د ښځو پروړاندې خپل سیاست نه دی بدل کړی.