فرهنګ او هنر

د غور موزیم په ۱۶۹ لرغونو آثارو سره په فېروزکوه کې پرانیستل شو

په غور کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي چې په دغه موزیم کې لرغوني آثار له اسلامه مخکې دورو اړوند دي.

د غور ولایت له مخینې سره د اشنایۍ فرصت

د غور ولایت یو اوسېدونکی محمد یاسین اژند په دې اړه وایي: «غور د افغانستان یو لرغونی او تاریخی ولایت دی. په دې ولایت کې سترو پاچاهانو ژوند کړی او له هغو دورو په غور ولایت ډېر اثار پاتې دي.»

د غور دغه اوسېدونکی د جام څلی او سلګونه تاریخي کلاوې د دې ولایت ترټولو ارزښتناک تاریخي اثار ګڼي او باوری دی: «په دې لرغونو کلاوو کې ډېر تاریخي اثار او لیکونه موجود دي. له بده‌مرغه مخکې دغه تاریخي اثار نندارې ته د وړاندې کولو لپاره نورو ولایتونو ته لېږل کېدل، ځکه په دې ولایت کې د تاریخي اثارو لپاره داسې ځای نه و چې نندارې ته پکې کېښودل شي.»

اژند چې له تاریخي موضوعاتو سره ډېره مینه لري او د افغانستان د لرغونو اثارو په اړه یې مطالعه کړې، وویل: «دا شرایط د دې لامل شوي وو چې موږ د یوه موزیم شتون ته اړ شو. د غور خلک کولای شي د پخوانیو اثار وګوري او سیلانیان هم کولای شي ترې لیدنه وکړي او د دغه ولایت له تېرو پړاوونو سره اشنا شي.»

د غوریانو او غزنویانو د دورو آثار

غور ولایت کې طالب مسوولین وایي چې دغه لرغوني آثار د غور له بېلابېلو برخو له دې جملې د جام څلي له شاوخوا څخه موندل شوي دي.

د غور د لرغون‌کورمدیر نظام‌الدین نظامي په دې اړه وویل: «موږ له لرغونو آثارو د ساتنې لپاره د غور ولایت موزیم پرانیست. په دې موزیم کې ۱۶۹ پخواني اثار لرو چې د غزنویانو او د غوري پاچاهانو د امپراطورۍ دورو اړوند دي.»

طالبان وایي، هیله‌من دي وکولای شي د دغه ولایت له بېلابېلو برخو لا زیات اثار راټول او په دغه موزیم کې یې وساتي.

د غور اوسېدونکي تمه لري چې د دغه موزیم په جوړولو سره د دې ولایت د تاریخي اثارو د ساتنې په برخه کې جدي ګام پورته شي.