افغانستان

د امریکا په کانګرس کې جوبایډن په کلنۍ وینا کې د افغانستان نوم نه یادول

د امریکا ولسمشر جوبایډن د سه شنبې ماښام د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په اوومه د دې هېواد په کانګرس کې د استازو سنا جرګو په ګډه ناسته کې د خپلې کلنۍ وینا پرمهال د افغانستان نوم نه دی یاد کړی.

ښاغلی بایډن د خپلې ۷۳ دقیقه یي وینا په لړ کې په داسې حال کې چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته یې د افغانستان وضعیت ته اشاره ونه کړه، د امریکا د اقتصادي وضعیت، د روسیې او اوکراین د جګړې او امریکا او چین د اړیکو په اړه یې خبرې وکړې.

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لیندسي ګراهام په کانګرس کې د جوبایډن د کلنۍ وینا په غبرګون کې وویل: «ظاهراً جوبایډن افغانستان هېر کړی دی؛ خو زه تاسو ته ډاډ درکوم چې نړۍ دغه هېواد نه دی هېر کړی.»

د نوموړي په وینا، د امریکا متحدین تراوسه د جوبایډن «له غمیزې راوړونکي شاتګه» وېرېدلي او «د امریکا ترهګر دښمانان» لاس سپین سترګي شوي دي.

سربېره پر دې د امریکا د استازوو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس مایک مک کال د سه شنبې په ورځ د افغان مېرمنو په وړاندې د طالبانو ځپوونکو سیاستونو ته په اشارې سره وویل چې طالبان نه دی بدل شوی او واشنګټن باید ددې ډلې پرخلاف اقدام وکړي.

د افغانستان د حقوني او سیاسي څېړنو موسسې رییس مسعود ترشت‌وال په دې اړه آمو ته وویل: «هغو بدلونونو ته په پام سره چې په نړۍ او سیمه کې رامنځته شوي، امریکایان هغې جګړې ته چې په عملي ډول پکې ښکېل دي او هغه د اوکراین جګړه ده اهمیت او لومړیتوب ورکوي او دوهم مورد دا دی چې امریکاییانو کابو پنځه کاله کېږي چې افغانستان یې هېر کړی دی. د دوی راتلل او له افغانستانه وتل د افغانانو لپاره نه و؛ بلکې ټول د امریکا د ګټو لپاره وو.»

دا د دې هېواد پر استازو جرګې د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند کوین مک کارتي د ریاست په مهال د جوبایډن لومړی وینا وه.

دا وینا د هېواد د وضعیت په اړه شهرت لري. جوبایډن هم په دې وینا کې د  امریکا لپاره له خپلو اقتصادي پروګرامونو په دفاع سره یو ځل بیا د اوسنۍ ګرانۍ له مسوولیته ځان وغړاوه او وې ویل، کله چې هغه ولسمشرۍ ته ورسېد دا وضعیت موجود و.

بایډن زیاته کړه چې په تېرو دوو کلونو کې یې د دې هېواد د استازو او سنا جرګو د غړو په همکارۍ ۱۲ میلیونه دندې رامنځته کړې دي.

بایډن وویل چې ټاکل شوې د خپلې مالي بودیجې مسوده ډېر ژر وړاندې کړي او له جمهوري غوښتونکو یې وغوښتل چې په اړه یې خپل وړاندیزونه مطرح کړي.

نوموړي د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو د ګډ کار پر اړتیا ټینګار وکړ او وې ویل: «موږ تل اورېدلي چې ډیموکراتان او جمهوري غوښتونکي نه شي کولای په ګډه سره کار وکړي؛ خو په تېرو دوو کلونو کې، موږ بدبینۍ او مخالفین ناسم ثابت کړل.»

د امریکا ولسمشر په دغه وینا کې زیاته کړې چې د امریکا ډیموکراسي «نه ماتېدونکې» او «پياوړې» ده.

پر اوکراین د روسیې یرغل د راتلونکو لپاره ازموینه وه

جو بایډن په دې وینا کې د روسیې او اوکراین جګړې ته په اشارې سره وویل چې «پر اوکراین د پوتین یرغل، د راتلونکي لپاره ازموینه وه.»

هغه زیاته کړه: «تېر کال په همدې وخت کې مې چې د هېواد د وضعیت په اړه وینا وکړه، پر اوکراین د روسیې له وحشیانه بریده یوازې څو ورځې تېرې شوې وې. د روسیې مرګونی برید، د مړینې او ویجاړۍ د انځور ښکارندوی و، چې اروپا په دویمه نړیواله جګړه کې وګاله. د پوتین یرغل به د راتلونکو لپاره ازموینه وي او همداراز د امریکا او نړۍ لپاره.»

بایډن په خپله وینا کې د ناټو د متحد او د روسیې پروړاندې د نړیوال ایتلاف په رامنځته کولو کې پر خپل رول ټینګار وکړ.

هغه وویل، چې هېواد یې د پوتین د یرغل پروړاندې ولاړ دی او اوکراین ته د امریکا د مرستو په لېږلو سره، روسي ځواکونه له ستونزې سره مخ شوي دي.

د امریکا ولسمشر له چین سره د اختلافونو د څېړلو په دوام او د امریکا د اقتصاد د پیاوړتیا او د پوځ د نوي کولو لپاره د ده د دولت د اقدامونو په اړه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه: «زما له واکمنېدو وروسته، کیسه داسې وه چې چین د خپل ځواک د پیاوړي کولو په حال کې و او امریکا د زوال په حال، اوس وضعیت بدل شوی. موږ د امریکا د پیاوړتیا په لټه کې یو؛ پر هغو صنایعو پانګونه چې راتلونکی به وټاکي او هغه صنایع چې د چین دولت غواړي پر هغوی برلاسي پیدا کړي.»

هغه همداراز د امریکا فضا ته د چین د بالون د ننوتو په تړاو ژمنه وکړه چې د خپل هېواد له ملي واکمنۍ به دفاع کوي.

که څه هم ښاغلي بایډن په دې وینا کې د افغانستان په اړه څه نه دي ویلي؛ خو دغې غونډې ته د امریکایي ځواکونو دوه ژباړونکي چې په افغانستان کې یې کار کړی و، هم بلل شوي وو.

جو بایډن له دې مخکې د ۲۰۲۲ د سپټمبر پر ۲۱ د ملګروملتونو سازمان په عمومي اسمبله کې د وینا پرمهال هم یو ځل بیا د افغانستان نوم واخیست او ویې‌ویل: «طالبانو د ښځو او ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کړي او افغانان مقاومت کوي.»

هغه یو ځل د امریکا له اېن‌بي‌سي نیوز سره په خبرو کې له افغانستانه د وتلو په تړاو د واشنګټن د پرېکړې پر سم‌والي په ټینګار سره، د افغانستان د نوم د اخیستو پر ځای لومړی د اوکراین او وروسته د عراق نومونه واخیستل.

هغه ویلي و: «موږ د اوکراین د متحد کولو لپاره هېڅ فرصت نه درلود؛ یعني عراق او افغانستانه وبښئ! دغې چارې ته لاسرسی ناشونی و.»

امریکایي کارپوهان د دغه هېواد د استازو او سنا جرګو په ګډه غونډه کې د جو بایډن وینا په ۲۰۲۴ کال کې د ده د ټاکنو د کمپاین پیل ګڼي.