افغانستان

د ترکیې په پولو کې د افغان پناه غوښتونکو شکنجه

له اقتصاد پوهنځي څخه فارغ عبدالصبور هغه ځوان دی چې یوه میاشت مخکې په ناقانونه توګه د چهاربرجک له پولې په ناقانونه ډول ایران ته ولاړ، خو دوې اونۍ مخکې بېرته راوایستل شو.

هغه د آمو له خبریال سره په مرکه کې وايي چې قاچاق کوونکي له غلو سره په همکارۍ له کډوالو پيسې، ټلیفونونه او نور توکي غلا کوي او دوي له ګڼو ستونزو سره ځانونه ایران ته رسوي.

د عبدالصبور په وینا، افغانان د ایران د پولې په پرتله د ترکیې په پولو کې له ناوړه چلند سره مخ کېږي.

هغه وویل: «هغه ظلم او وحشت چې د ترکیې په پوله دی په هېڅ بل ځای کې نشته. د ترکیې سرحدي پولیس چې هرڅوک نیسي وهي ټکوي یې.»

عبدالصبور د ترکي پوله ساتو ځواکونو له خوا د هغه او ملګرو د شکنجې خبره کوي او وايي: «موږ اتیا تنه وو او یوازې ونه وهل شول، ترکي پولیسو نور د مرګ تر حده ووهل. دوی په لاسونو د ځوانانو برېت وشکول، غاښونه یې هم په انبور وایستل، لاسونه او پښې یې مات کړل او وروسته یې خوشي کړل.»

د هغو کسانو په وینا چې تازه راایستل شوي، افغانان یوازې د ترکي پوله ساتو ځواکونو له خوا نه شکنجه کېږي بلکې کله چې ایران ته راوګرځول شي، د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري هم ورسره ناوړه چلند کېږي.

د کندز ولایت اوسېدونکی ۳۳ کلن سخي صادقي هم څه موده مخکې له ایرانه راایستل شوی دی.

هغه هم په ایران او ترکیه کې د افغان کډوالو په وړاندې د ظلم او تاوتریخوالي ترخې کیسې لري.

صادقي وایي: «موږ شل تنه وو، د ترکیې سرحدي پولیسو چې کله ونیولو په چاقو سره یې په پښو او ګېده ووهلو او ایران ته یې راوګرځولو، کله چې په ټپي حالت د ایرانیو ځواکونو لاس ته ولوېدو دوی هم موږ یوه شپه او ورځ په سړه هوا کې وځورولو او د ورېښمو له پولې یې راستانه کړو.»

سخي صادقي وایي چې له افغان کډوالو سره د ترکي پولیسو له خوا دومره ظلم کېږي چې راشړل شوي افغانان به هېڅکله بیا هغه هېواد ته د تلو جراات ونه کړي.

نوموړی زیاتوی چې د ایران پولیس هم راایستل شوي کډوال یوه اونۍ تر لس ورځې په سړه هوا کې له امکاناتو او خوړو پرته ساتي.

صادقي وايي: «په دې ژمي کې شړۍ نشته او خواړه په خپله په خپلو پیسو اخلو، له افغان کډوالو سره د دوی چلند د انساني اصولو خلاف دی.»

د لغمان ولایت اوسېدونکی ۲۵ کلن عصمت الله یو بل ځوان دی چې د نیمروز له پولې ترکیې ته د کډې کولو په نیت تللی و خو تېره اونۍ راوګرځول شو.

هغه چې د ایرانیو او ترکی پوله ساتو ځواکونو له خوا د خپلو ملګرو د شکنجې کتونکی دی وايي، په خپلو سترګو یې ولیدل چې د ایران او ترکیې پر پولو افغانان سخت شکنجه کېږي.

عصمت الله وايي چې ترکي پوله ساتي ځواکونه ځوانان په نوبت یوې خونې ته بیایي او وهي ټکوي یې، که د چا لاسونه او پښې ماتېږي د ایران په خاوره کې یې خوشي کوي.

د نوموړي په وینا، هغه دوه سوه ځوانان چې له ورسره یو ځای وو کله چې د زاهدان کمپ ته راورسېدل، په یوه چټل ځای کې له اوبو او خوړو پرته ساتل کېدل، له هغې وروسته چې د ایران سرحدي پولیسو له هره یوه څخه دوه میلیون تومانه واخیستل له پولې یې راوشړل.

عصمت الله وویل: «یو هلک چې له ما سره تللی و کابو لس میلیون تومانه یې مصرف کړل، ترکي پولیسو یې برېت په لاسونو او غاښونه یې په انبور سره ایستلي و او له ایستلی دی، هغه هلک له ډېرې بېوزله کورنۍ څخه و او اوس له ناوړه رواني حالت سره مخ دی.»

عصمت الله وايي، ترکیې ته پر لاره له داسې ځوان سره مخامخ شو چې د نیمروز ولایت اوسېدونکی و، ایرانیانو یې بډوډۍ ایستلی او له دې هېواده یې ایستلی دی.

کرشمه ایوبي هغه نجلۍ ده چې له ناقانونه لارو ترکیې ته تللې، خو د ترکي پولیسو له خوا له نیول کېدو وروسته ایستل شوې ده.

کرشمه وايي: «دوې اونۍ په ځانګړې خونه کې بندي وم په شپه او ورځ نه پوهېدم په ۲۴ ساعتونو کې یوه ملایي له یوې مربا او یوې ټوټې ډوډۍ او یو ګیلاس اوبو سره راکول کېدل او وروسته یې راوایستم.»

په یوه میاشت کې د کابو ۳۰ زره تنو راستنېدل

له بلې خوا، په نیمروز ولایت کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس وایي چې د روان کال د مرغومي له لومړۍ تر دېرشمې نېټې ۲۹ زره او ۹۳۳ تنه د ورېښمو له پولې هېواد ته راستانه شوي دي.

د نیمروز ولایت لپاره د طالبانو د کډوالو چارو رییس همداراز وایي چې په تېره یوه میاشت کې د ۴۶ افغانانو جنازې هم د ورېښمو پولې له لارې هېواد ته رالېږل شوې دي.

د ورځې په منځني ډول له زر تر ۱۵۰۰ تنه د ورېښمو له پولې افغانستان ته راځي. ډېری هغه ځوانان دي چې ایران او ترکیې ته د کار کولو په موخه ځي او یا هم غواړي ځانونه له ناقانونه لارو اروپا ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې دي چې د سلواغې په دوهمه نېټه د ایران د سیستان و بلوچستان د والي محمد کرمي په مشرۍ د ایران یو لوړپوړی پلاوی د ورېښمو پولې د ستونزو د اواري، د انسان د قاچاق د مخینوي او کډوالو د ستونزو په اړه نیمروز ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې کتنه او خبرې اترې وکړې.