افغانستان

کابل کې تورتم | د ازبکستان صادراتي برېښنا پر اعلان شوي وخت وصل نه شوه

د کابل او تاشکند ترمنځ د قرارداد له مخې ازبکستان مکلف دی چې افغانستان ته ۴۰۰ مېګاواټه برېښنا ولېږي، خو سږ کال د ژمي په موسم کې کابل له دغې برېښنا بې‌برخې دی.

د کابل، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، پروان، پنجشېر، کاپيسا، غزني وردګ او بغلان ولایتونو اوسېدونکي چې د منځنۍ اسیا په ځانګړې توګه د ازبکستان پر برېښنا تکیه لري له درېیو اونیو راهیسې هره ورځ تر ۲۰ ساعتونو زیات وخت له برېښنا پرته تېروي.

د ازبکستان د انرژۍ وزارت او له هغې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې ازبکستان د «چهارشنبې» پر ورځ افغانستان ته د برېښنا صادرات بیا پيلوي، خو اوس د کابل ځینې اوسېدونکي وایي چې دغه ژمنه نه ده عملي شوې او د پلازمېنې اوسېدونکي لا هم برېښنا نه لري.

برېښنا شرکت کې یوې سرچینې آمو ته وویل چې د برېښنا د صادراتو په اړه د ازبکستان پر ژمنو باور نه لري او ترڅو چې تخنیکي ستونزې هوارې نه شي، تاشکند به کابل ته برېښنا صادره نه کړي.

یو شمېر کابل ښاریان وایي چې د برېښنا له بې‌مخینې کموالي سره مخ دي او د برېښنا نشتون د اوبو رسولو بهیر هم له ستونزې سره مخ کړی دی.

د کابل یوه اوسېدونکي محمد امین د آمو خبریال ته وویل: «هېڅ برېښنا نه لرو، برېښنا د ملاصاحبانو له راتلو سره خرابه شوې او ډېره کمزورې ده.»

د کابل یو بل اوسېدونکی هم د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې د برېښنا نشتون خلک له ننګونو سره مخ کړي دي.

د کابل اوسېدونکي لالا شیرین آمو ټلویزیون ته وویل: «چې برېښنا نه وي، هېڅ کار نه کېږي. ډېرې ستونزې لرو. خپل موبایلونه په موټر کې چارچ ته ږدو. ویلي یې وو چې نن جوړېږي، برېښنا تر اوسه نه ده جوړه شوې.»

د برېښنا نشتوالي د کارخونو خاوندانو او کسبګرو ته هم زیان رسولی دی.

نظام الدین په کابل کې د خیاطۍ د یوې کارخونې مدیر دی. هغه وایي چې اوسمهال د جنراتور په مرسته خپل کارونه پر مخ بیایي. خو د تېلو د لوړې بیې له امله یې عاید صفر ته رسېدلی دی.

نظام الدین وویل: «برېښنا ستونزه جوړه کړې، زموږ ټول کاروبار له برېښنا سره تړلی دی، څلور اونۍ کېږي چې برېښنا نشته، څه چې پيدا کوو د جنراتور پر تېلو یې ورکوو.»

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې اوسمهال په ټول افغانستان کې ۱۳۶۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا ده. خو یوازې ۹۶۰ مېګاواټه یې له وارداتي او کورنیو سرچینو ترلاسه کېږي چې نږدې ۷۰ سلنه یې کابل، مزار، هرات او کندهار کې کارول کېږي.

برېښنا شرکت وویل چې کابل په ۲۴ ساعتونو کې ۷۲۵ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو دغه شرکت یوازې ۲۲۱ مېګاواټه برېښنا په واک کې لري.