افغانستان

ځانمرګی بریدګر څه ډول د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته ورسېد؟

Aftermath of attack near the Ministry of Foreign Affairs’ compound in downtown Kabul on Jan. 11.

د بهرنیو چارو وزارت سړک له هغو سړکونو دی چې د طالبانو لخوا یې کلکه ساتنه کیږي.

هغه کوڅه چې د بهرنیو چارو وزارت، اقتصاد وزارت، مرمرینه ماڼۍ، د استخباراتو ریاست، د چین سفارت، د ترکیې سفارت او یو شمېر نور بنسټونه چې په طالبانو پورې تړلي سره نښلوي.

طالبانو د دې کوڅې دواړو غاړو ته امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

له زنبق څلورلارې یوازې هغه کسان پر دې لاره تګ راتګ کولای شي، چې د طالبانو له لوري ځانګړی کارت ولري.

خو د ملک اصغر له څلورلارې د هغو بنسټونو کارکوونکي، چې پر دې سړک يې دفترونه دي له تالاشئ وروسته داخلېدای شي.

په دې پوسته کې هره ورځ نږدې ۷ تنه طالبان حضور لري او هېڅوک نشي کولی د ځانګړي کارت یا شته اجازې پرته د بهرنیو چارو وزارت سړک ته ننوځي.

د کابل یوه اوسېدونکي، چې پر همدې سړک په یوه دفتر کې کار کوي آمو ته وویل: «یوازینۍ لار چې د بنسټونو کار کوونکي کولی شي د پېژند کارت د لرلو پرمهال له پلټنې وروسته له دې څلورلارې تېر شي، د ګلبهار سنټر تر څنګ په ملک اصغر څلورلارې کې شته دروازه ده.»

خو هره ورځ د دغې ډلې د استخباراتو په ګډون له ۵ څخه تر ۱۰ پورې طالب ځواکونه د زنبق په څلورلارې پوسته کې موجود وي او دوی له طالبانو پرته بل چا ته پر دې لاره د راتګ او تګ اجازه نه ورکوي.

بل لورته یو خبریال، چې پر دې لار تګ راتګ کوي آمو ته وویل: «هر ځل چې پر دې لار تېرېږم، نو طالبان زما د کارت له ليدو او تالاشئ وروسته راته اجازه راکوي.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «په خپلو سترګو مې ليدلي هغه کسان چې غواړي له دې لارې تېر شي اجازه نه ورکول کېږي.»

دغه خبريال چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي زياته کړه چې د ملک اصغر له څلور لارې د بهرنيو چارو وزارت ته د ننوتو لپاره بايد د طالبانو له دوو پوستو تېر شي.

د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال میرزا محمد یارمند آمو ته وویل، د طالبانو له داخلي کړیو سره له همغږۍ پرته له څو پوستو تېرېدل ناشوني دي.

هغه وويل: «ځانمرګی بريدګر غالباً د لوړ پوړو طالبانو له خوا په دولتي موټرو کې لېږدول شوی. کنه دا ناشونې ده چې بریدګر له څو پوستو په تېرېدو سره هلته ځان وژنه وکړي. هغه کار، چې په جمهوریت کې هم ترسره کېده دا ډول خلک به په دولتي موټرو کې لېږدول کېدل او هلته به یې ځانونو ته چاودنې ورکولې.»

په تېر کې تر ډېره دا ډول بریدونه د طالبانو له لوري د افغانستان د پخواني جمهوریت د بې ثباته کولو لپاره ترسره کېدل. اوس طالبان خپله د کابل حاکمان دي او په تېر یو نیم کال کې نه دي توانېدلي، چې د کابل امنیت ټينګ کړي، چې د افغانستان پلازمینه هم دی او له هغو بریدونو سره مخ دي، چې په تېرو دوو لسیزو کې دوی ترسره کول.»

اوس د طالبانو پر بهرنیو چارو وزارت  له برید یوه ورځ وروسته، په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر په یوه ټوېټ کې ویلي: «موږ باید پوه شو چې پر بهرنیو چارو وزارت برید ولې او څنګه وشو او څه ډول اقدامات به وشي د نورو بریدونو د مخنیوي لپاره افغان ولس او بهرني مېلمانه باید خوندي چاپېریال کې وي.»

له بلې خوا په افغانستان کې د ایران پخواني سفیر محمد رضا بهرامي هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «که دا ومنل شي چې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د پرونۍ تروریستي او بدمرغه پېښې هدف دا و چې بهرني لوري ته پیغام ورسوي، په دې کې شک نشته. د طالبانو د حکومت کولو طریقه هم د بې ثباتۍ دغه بهیر اسانه کوي، چې بهرني رقابتي لاسونه را دننه شي.»

چهارشنبه مازیګر مهال کله، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي له وزارته راوتلي وو، یوه ځانمرګي بریدګر د هغوی ترمنځ خپل ځان ته چاودنه ورکړه.

طالبانو دا عمل وحشیانه وباله په داسې حال کې په تېرو کلونو کې همدې طالبانو په ښارونو او دولتي ادارو باندې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي، چې پرمهال یې زرګونه کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

په دې وزارت کې د طالبانو دوو لوړپوړو چارواکو په دې ځانمرګي برید کې د ۲۳ تنو وژل کېدل او د ۴ نورو ټپي کېدل منلي دي.

د دې برید مسوولت د داعش خراسان څانګې په غاړه اخیستی دی.