ښځې

کندهار کې وزګارې شوې مېرمنې دندو ته د ګرځېدو غوښتنه کوي

د افغانستان د نورو ولایتونو ترڅنګ کندهار کې هم د بهرنیو مرستندويه بنسټونو ۱۵۳۲ ښځينه کارکونکې له ندو ګوښه شوې دي.

په دغو مېرمنو کې ځينو ته د میاشتني معاش ورکولو ژمنه شوې، خو یو شمېر لا هم دندو ته د بېرته ستنېدو په تمه دي.

په بهرنیو موسسو کې د مېرمنو پر کار د طالبانو د بنديز له امله د هغو ډېری کورنیو ژوند له ستونزو او کړاوونو سره مخ شوی چې له دې لارې یې د کورنیو اړتیاوې برابرولې.

په کندهار کې د NRC موسسې کارکونکې تبسم پوپل له آمو سره په خبرو کې وویل، چې د خپلې نهه کسيزي کورنۍ ټول مسووليت په غاړه لري، ځکه پلار يې د پوځ پخوانی کارکونکی و، چې هغه هم اوس ورګار دی.

مېرمن پوپل وایي دفتر ورته ویلي، چې د يوې مېاشتي لپاره له خپل کور څخه په انلاين ډول کار وکړي او که طالبانو خپله پرېکړه بدله نه کړه، نو دا به هم خپله دنده له لاسه ورکړي.

تبسم پوپل زیاتوي: «هيله ده، چې طالبان د خلکو ژوند ته پام وکړي، ځکه زه د خپلې کورنۍ د اړتیاوو یوازینۍ برابروونکې یم، که زه هم وزګاره شم فکر وکړئ، چې زموږ ژوند به څومره ستونزمن شي. غوښتنه کوم، چې د مېرمنو پر کار بنديز ليري شي.»

د فرزانې نواب په نوم يوې بلي سوداګرې مېرمنې، چې د کندهار د عینو مېنې سوداګریز مارکېټ کې يې د لاسي صنایعو د توليد په برخه کې فعاليت درلود هغه هم اوس وزګاره شوې ده.

مېرمن نواب وایي، له نوموړې سره یو شمېر نورو بېوزله مېرمنو هم کار کاوه، خو د طالبانو د بندیز له امله یې اوس مارکېټ تړل شوی او دوی ټولې وزګاره شوې دي.

فرزانه نواب د خپلي کونډې خور ترڅنګ د کورنۍ مسووليت په غاړه لري.

هغه زیاتوي: «موږ ټولو حجاب درلود، زموږ په ښځينه مارکېټ کې يوازې مېرمنو کار کاوه او ټولې بېوزله او غريبې ښځي وې خو طالبانو دا مارکېټ بند کړ، اوس به څوک زموږ غم وخوري، زموږ د کورنيو اړتیاوې به څوک پوره کړي، غواړو موږ ته د کار کولو اجازه راکول شي.»

(اکبر) يا د افغانانو لپاره د بشري او پرمختیایي مرستو د همغږۍ ادارې د معلوماتو پر بنسټ کندهار ولایت کې په ۵۳ مرستندويه موسسو کې د ۱۵۳۲مېرمنو دندې ځنډول شوې دي.

د اکبر د معلوماتو پر بنسټ تر اوسه روښانه نه ده، چې د بشري مرستو رسونې دغه ښځينه کارکوونکې به بيا خپلو دندو ته ستنې شي کنه، خو د ناروې د کډوالو شورا منشي يان ايګند افغانستان ته د سفر پر مهال ویلي و، چې پر ښځینه کارکونکو د طالبانو د بنديز له امله د دوی فعاليتونه په ټپه درېدلي دي.

خو له دې ټولو سره سره د طالبانو مشرتابه ته نژدې سرچينو د مالوماتو له مخې، د مېرمنو د کار او زده کړو د بنديز پر اړه لاهم کوم روښانه دریځ نشته.