ښځې

د خپل ځاني امنیت په اړه د کابل د متعرضو مېرمنو اندېښنه

یو شمېر اعتراض کوونکې ښځې له آمو سره په خبرو کې وايي چې د عدالت غوښتونکې مبارزې په خاطر د دوی امنیت له خطر سره مخ دی او د طالبانو له تعقیب سره مخ دي.

یوه معترضه مېرمن شهلا عارف وایي چې له یوې خصوصي رسنۍ سره د هغې د اعتراضي مرکې له امله، د طالبانو تر تعقیب لاندې ده او اړ شوې خپل کور پرېږدي او بل ځای ته پناه یوسي.

هغه زیاتوي: «له دغو اعتراضونو زموږ موخه، له طالبانو د ښځو او نجونو د حق اخیستل دي، که طالبان د ښځو حقونه ورنه کړي، موږ د طالبانو نظام د له منځه تلو غوښتونکي یوو.»

مېرمن عارف وايي چې تراوسه څو ځله د عدالت غوښتونکو لاریونونو پرمهال د طالبانو له خوا، وهل ټکول شوي او یو ځل چې د طالبانو د وهلو ټکولو له امله ټپي شوې وه روغتون ته ولېږدول شوه.

هغه ټینګار کوي: «څو ځله د طالبانو له خوا په لیکلې بڼه ګواښل شوې یم، زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او پر دې ډلې لازم فشارونه راوړي.»

مرګ او زندان له غلامۍ په ځلونو غوره دی

یوه بله معترضه مېرمن چې په امنیتي لاملونو نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي چې اعتراض کوونکې مېرمنې له بل هر وخته زیاتې له خطر سره مخ دي.

دغه مېرمن زیاتوي چې د طالبانو استخبارات، ښځینه اعتراض کوونکې تعقیبوي؛ له دې امله ډېری ښځو د اوسېدو ځای پرېښی دی او په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

هغې وویل: «زه له دې امله چې ډېره تر تعقیب لاندې وم، د دوو اونیو لپاره مې د وټس اپ په ګډون ټولنیزې شبکې نه دي کارولې؛ ځکه چې له خبرداري ډک پیغامونه مې ترلاسه کول، که له خپلې سیمې نه وای وتلې نیول کېدم.»

هغه وایي: «طالبان ښځو ته هېڅ ارزښت قایل نه دي او د حذفولو په لټه کې یې دي. موږ د ښځو د انساني او اساسي حقونو د ورکولو لپاره د خطرونو په زغملو مبارزه کوو. زه پوهېږم هغه لاره مې چې غوره کړې، پای یې یا وژل کېدل او یا زندان دی؛ خو ما ژمنه کړې چې د ژوند تر وروستیو شېبو له مبارزې لاس نه اخلم.»

د ښځو د حقونو دغه فعاله ټینګار کوي: «ځکه چې چوپتیا او تسلیمېدل، د غلامۍ د منلو په معنی دي او له دې امله مرګ او زندان له غلامۍ ډېر غوره دی.»

په افغانستان کې د ښځو راتلونکی د اندېښنې وړ دی

یوه بله معترضه مېرمن چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي، وايي چې طالبانو هغه څو ورځې بندي کړې وه او په دې موده کې د هغوی له خوا روحي او جسمي شکنجه شوې ده. هغه وايي چې طالبانو په زندان کې ورسره ناوړه چلند کړی او د انسان په سترګه یې ورته کتل.

نوموړې چې په ضمانت د طالبانو له بنده خوشې شوې وايي، ددې ډلې غړو له نوموړې ژمنه اخیستې، هغه څه چې په زندان کې پرې تېر شوي، پټ وساتي؛ پرته له هغې چې هرڅه نوموړې او کورنۍ ته یې ورپېښ شول مسووله به یې په خپله وي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا ځلې واکمنۍ راهیسې، یو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې نیولې دي. یو شمېر دغو ښځو له خوشي کېدو وروسته له هېڅ رسنۍ سره خبرې نه دي کړې. د دوی د خپلوانو په وینا، طالبانو له دغو مېرمنو ژمنه اخیستې چې له هېڅ رسنۍ سره خبرې ونه کړي.

په دې لړ کې ظریفه یعقوبي او فرحت پوپلزۍ چې د طالبانو له بنده خوشې شوې، د خوشي کېدو او په زندان کې د خپل وضعیت په اړه له هېڅ رسنۍ سره خبرې نه دی کړې.

له بلې خوا، د ښځو حقونو یو شمېر فعالینې وايي چې طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې ښځې، ګواښلې، وهلې ټکولې او زنداني کړې دي.

د معترضو مېرمنو د مشرتابه غړې ترنم سیدي آمو ته وایي چې ښځې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال تل له تاوتریخوالي، نیولو، جبري نکاح، صحرايي محاکمو او شکنجو سره مخ وې او له خپلو ټولو اساسي او انساني حقونو بې برخې شوې دي.

هغې ټینګار وکړ: «ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول څنډې ته شوې دي. طالبان پراخې هڅې کوي ترڅو ښځې څنډې ته او په کورونو کې یې بندي کړي. له بدغه مرغه په دې موده کې نړیوالې ټولنې هم چوپتیا غوره کړې او د طالبانو د جنایتکارانه کړنو په وړاندې یې هېڅ جدي اقدام نه دی کړی.»

سیدي زیاتوي چې له افغان مېرمنو د بند په موده کې جبري اعترافونه اخیستل شوي او وروسته د درنو ضمانتونو په بدل کې له بنده خوشې شوې او له له بده مرغه اوس په کورونو کې زنداني دي. مېرمن سیدي ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو راتلونکی د اندېښنې وړ دی او د نړیوالې ټولنې له دخالت پرته به دا بندون مات نه شي.

د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، ددې ډلې د ښځو خلاف سیاستونو له امله، تراوسه هېڅ هېواد د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.