افغانستان

په کابل کې د نجونو پرمخ د ښوونیزو مرکزونو تړل کېدل

انځور: رویټرز.

د ښوونیزو مرکزونو یو شمېر زده کوونکي او مسوولین وایي چې د نجونو محصلینو پرمخ د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، دوی ښوونیزو مرکزونو ته هم له تلو منع شوې دې.

د یو شمېر ښوونیزو مرکزونو مسوولین وايي چې د طالبانو ادارې دوی ته حکم کړی چې نجونو ته ښوونیزو مرکزونو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړي.

یسنا رحماني چې په یوه ښوونیز مرکز کې په زده کړو بوخته وه وايي: «غوښتل مې چې کورس ته ولاړه شم چې د طالبانو د تلاشۍ په یوه پوسته کې چې موټر پلټل، له هغو نجونو چې په موټر کې وې، پوښتنه وکړه چې چېرته ځئ؟ وروسته دوی (طالبانو) نجونې له موټره راکوزې کړې او وې ویل چې موږ د نجونو پرمخ ټول ښوونیز مرکزونه تړلي دي. اوس نو له کوره د وتلو هېڅ پلمه نه لرئ او زه په مات زړه او له اوښکو ډکو سترګو کور ته ستنه شوم.»

هغه زیاتوي: «په مدرسه کې چې د دیني مضمونونو د تدریس ځای دی، طالبانو زموږ استادانو ته خبرداری ورکړی، که بیا راغلئ او ومو لیدل چې د مدرسې دروازه پرانیسې ده، ټولې دا نجونې خپلو سرتېرو ته په نکاح کوو؛ په داسې حال کې چې ټولو نجونو حجاب درلود او ټول اسلامي موارد مو رعایت کړي وو.»

زده کوونکې وایي، له هغې وروسته چې د ښوونځیو دروازې یې پرمخ وتړل شوې، ښوونیزو مرکزونو ته یې مخه کړه؛ خو اوس د ښوونیزو مرکزونو دروازې هم د دوی پرمخ تړل شوې دي.

بله زده کوونکې ویدا محمدي، یسنا ته ورته کیسه لري. هغه وايي: «زه کورس ته ولاړم چې پر لاره له طالبانو سره مخ شوم، دوی وویل کورس ته د تلو اجازه نه لرې! باید زموږ حق او حقوق راکړل شي، ولې له موږ سره دا کار کوي؟»

له بلې خوا، د خصوصي ښوونیزو مرکزونو خاوندان، له زده کړو د نجونو بې برخې کېدل، د هېواد د وګړو د اساسي حقونو خلاف عمل بولي.

په کابل ښار کې د یوه ښوونیز مرکز مسوول عتیق الله مهربان وویل: «موږ ته یې ویلي چې نور نجونې اجازه نه لري کورس ته راشي او کورس د نجونو پرمخ تړلی دی. طالبانو وویل، که زموږ له امر څخه سرغړونه وکړئ، ښوونیز مرکز به مو وتړو.»

له بلې خوا، یو شمېر کورنۍ وايي چې د خپلو لوڼو د راتلونکي په اړه اندېښنه لري.

د کابل اوسېدونکي خالد احمدي وویل: «زه درې لوڼې لرم چې درې واړه درس او تحصیل ته اړتیا لري. د ښوونیزو مرکزونو له تړل کېدو سخت غجمن یم او له طالبانو غواړم چې د نجونو پرمخ د ښوونیزو مرکزونو دروازې پرانیزي.»

طالبانو له دې مخکې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل؛ په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه دا ډله په ښوونیز نصاب کې د بدلونونو په راوستو، په ښوونځیو کې د نجونو د زده کړو زمینه برابره کړي چې دا کار یې ونه کړ او د نجونو زده کوونکو د زده پر مخنیوي سربېره یې، اوس د دوی پرمخ پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه هم وتړل.