روغتیا ښځې

غور ولایت کې یوازې دوې ښځینه ډاکترانې فعالیت کوي

د غور په ولایتي روغتون کې ځینې روغتیایي مسوولین او قابلې وایي، چې په دغه ولایت کې د ښځینه ډاکترانو د کمښت له امله ښځو ته روغتیایي خدمات په سمه توګه نه وړاندې کېږي.

د غور د ولایتي روغتون یوه قابله شکریه عزیزي د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وایي چې د دغه ولایت په مرکزي روغتون کې یوازې دوې ښځینه ډاکترانې فعالیت لري چې ټولو ناروغانو ته په سمه توګه رسېدنه نه شي کولاي.

هغې دوام ورکړ: «ولایتي روغتون کې هېڅ متخصصه ښځه نشته نسایي ولادي برخه کې دوې ښځینه ډاکترانې دي چې هغوی هم نه شي کولای ټولو ناروغانو ته پاملرنه وکړي او له همدې امله میندو ته په سمه توګه روغتیایي خدمات نه وړاندې کېږي.»

اخوا یو شمېر ناروغان او ورسره کسان وايي چې د ښځینه ډاکترانو د کموالي له امله ډېری وخت نارینه ډاکتران د هغوی درملنه کوي.

۳۱ کلنه خدیجه یوه ناروغ لرونکې ده چې ناروغې یې تازه خپل ماشوم زېږولی دی. هغه وایي چې د متخصص او ښځینه ډاکترانو د کمښت له امله یې د ناوې عملیات نارینه ډاکترانو کړی دی.

خدیجه د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «ناوې مې په نورمال ډول ولادت ونه‌کړ او نارینه ډاکترانو له یوې ښځې ډاکترې سره یو ځای د هغې عملیات وکړ.»

یوه ناروغه ۲۶ کلنه سلیمه چې د درملنې لپاره د غور ولایتي روغتون ته راغلې ده هم وايي چې د ښځو ډاکترانو د کمښت له امله اړ ده نارینه ډاکتر ته ورشي.

هغه زیاتوي: «معدې مې درد کاوه، کله چې روغتون ته راغلم ښځینه ډاکترانې نه وې بیا قابلو وویل چې نه پوهېږو بېړنۍ څانګه کې نارینه ډاکترانو ته ورشئ چې معاینه مو کړي.»

په دې لړ کې د غور د ښځو حقونو فعالانې هم په دغه ولایت کې د ښځینه ډاکترانو او متخصصینو له کموالي اندېښنه څرګندوي او وایي چې که دغې ننګونې ته رسېدنه ونه شي، د ډېری میندو د مړینې شاهدان به ووسو.

غور کې د ښځو حقونو یوې بلې فعالې راضیې احمدي هم د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «کله چې په یوه روغتون کې ښځینه او متخصص ډاکتران نه وي، له شک پرته به د زېږون پرمهال د میندو د مړینې پېښې زیاتې شي، ډېرې ښځې به د ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

د ښځو حقونو فعالان او ناروغ لرونکي د طالبانو له دولت او د روغتیا په برخه کې له همکارو موسسو غواړي چې په دغه ولایت کې روغتیايي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي ترڅو میندو ته ښه خدمات وړاندې شي.

وموغوښتل په دې راپور کې د غور ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا د ریاست لیدلوری هم ولرو، خو هغوی په دې تړاو خبرواترو ته حاضر نه شول. د غور په ولایتي روغتون کې بیا مسوولین د ښځینه ډاکترانو کمښت مني.

د غور د ولایتي روغتون آمر عبدالاحمد نوري له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې وایي چې د غور په ولایتي روغتون کې یوازې دوې ښځینه ډاکترانې فعالیت کوي.

د ښاغلي نوري په وینا هغوی دا ستونزه له ځایي چارواکو، مرکز او د روغتیا په برخه کې له همکارو موسسو سره شریکه کړې او د هواري په لټه یې دي.

نوري زیاته کړه: «د ښځو په برخه کې هېڅ متخصص نه لرو، نه د داخله ناروغیو او نه هم د جراحۍ په برخه کې، د روغتون په نسایي ولادي څانګه کې دوې ډاکترانې فعالیت کوي چې له دې دوو تنو سره په سمه توګه خدمات نه وړاندې کېږي، هیله‌مند یو په دې برخه کې پاملرنه وشي.»

غور د هېواد له سړوسیمو څخه دی چې د ژمي موسم له رارسېدو او د واورو له ورېدو سره یې لارې د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړل کېږي او خلک نه شي کولای خپل ناروغان د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونو په ځانګړې توګه ولایتي روغتون ته ولېږدوي.