افغانستان

د بغلان پېښې په ۱۵ تلین د سید مصطفی کاظمي ژوند ته کتنه

د ۱۳۸۶ کال د لړم پر ۱۵مه د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی سید مصطفی کاظمي ته د پارلمان له خوا دنده سپارل شوې وه ترڅو بغلان ولایت ته په سفر کې د خلکو وضعیت وارزوي چې په یوه ترهګریز برید کې، د پارلمان له شپږو غړو او د دې ولایت له ګڼ شمېر اوسېدونکو سره ووژل شو.

اوسنی وضعیت د ملي شهیدانو له آرمانونو سره ډېر واټن لري

د سید مصطفی کاظمي زوی سید جمال کاظمي، د بغلان پېښې په ۱۵ تلین کې وايي: «استاد کاظمي د ملي یووالي د رامنځته کولو، د افغانستان د جګړه ځپلي اقتصاد د راژوندي کولو، په واک کې د انحصار غوښتنې او قوم پالنې له منځه وړلو، په سیمه او نړۍ کې د آرام او امن هېواد په توګه د افغانستان ثابتولو، له جګړې او وینې توېیدو د مخنیوي او سراسري سولې د رامنځته کولو لپاره، په مظلومانه توګه شهید شو.» 

هغه د افغانستان اوسنیو ستونزو ته په اشارې او د طالبانو پر سیاستونو په نیوکې سره زیاته کړه: «اوسنی وضعیت، زموږ د ملي شهیدانو په تېره بیا استاد کاظمي له آرمان سره پراخ واټن لري.»

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالودود د سید مصطفی کاظمي د ولسي روحیې لرلو ته په اشارې سره وویل: «کاظمي تل هڅه کوله ترڅو افغانان یو موټی وي او د خپل هېواد د پرمختګ او ودې په لټه کې و.»

د هرات اوسېدونکی محمد نادر هم د سید مصطفی کاظمي په اړه وايي: «د استاد کاظمي شهادت، په واقعي توګه د افغانستان لپاره لویه ضایعه وه. هغه په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو او د اقتصاد د ښه کولو په فکر کې و او ټول یې وحدت او یووالي ته رابلل.»

سید مصطفی کاظمي په ۱۳۴۲ کال کې په پروان ولایت کې وزېږېده. د طالبانو رژيم له سقوط وروسته، په ۱۳۸۱ کال کې د بُن غونډې رسمي او فعال ګډون وال و او هلته د انتقالي او موقت حکومت د سوداګرۍ د وزیر په توګه وټاکل شو.

نوموړي په ۱۳۸۳ کال کې د اقتدار ملي ګوند بنسټ کېښود او د دغه ګوند د غړو له خوا د اقتدار ملي ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.

کاظمي د ۱۳۸۴ په ټاکنو کې د کابل د استازي په توګه ولسي جرګې ته بریالی شو او د جرګې د اقتصاد کمېسیون رییس و.