د خوړو نړیواله ورځ نن په داسې حال کې تېرېږي چې د لوږې د نړیوالې ډلبندۍ د تازه راپور له مخې چې د اروپا د دوو غیرانتفاعي سازمانونو له خوا برابرېږي؛ افغانستان د نړۍ له ۱۲۱ هېوادنو له ډلې د لوږې له پلوه ۱۰۹ ځای خپل کړی او له سلو یې یوازې ۹،۲۹ نمرې اخیستې دي.
افغانستان د لوږې د نړیوالې ډلبندۍ په پرتله شپږ درجې سقوط کړی دی.
د لوږې د نړیوالې ډلبندۍ د تازه راپور له مخې د افغانستان ۸،۲۹ سلنه خلک له خوارځواکۍ او ۸،۵ سلنه ماشومان له پینځه کلنۍ مخکې ژوند له لاسه ورکوي او ۲،۳۸ سلنه ماشومان تر پينځو کلونو کم عمره له ټيټې ونې کړېږي.
خو لوږه یوازې د اوسني وخت ستونزه نه ده. دا هېواد همداراز له وچکالۍ، سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ، سختې لوږې او په اوکراین کې د جګړې له امله د خوراکي توکو او تېلو د نړیوالې بیې زیاتوالي له اغېز سره مخ دی.
له بلې خوا، په دې وروستیو کې د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی. اوچا په یوه ټویټ کې ویلي: «د افغانستان نوي سلنه خلک په اوسني وخت کې کافي خواړه نه لري او د افغانستان نیمایي وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.»
څه موده مخکې هم یو شمېر مرستندویه سازمانونو د سخت ژمي د رارسېدو په اړه د خبرداري په ورکولو، له افغانانو سره د لازیاتو مالي مرستو غوښتنه کړې ده.
لوږه؛ داسې کړاو چې هره ورځ لازیات تر سترګو کېږي
په داسې حال کې چې واک ته د طالبانو له راستنېدو یو کال تېرېږي، په هېواد کې د لومړنیو توکو بیې د لوړېدو په حال کې دي. د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي، په تېر یوه کال کې سیاسي بدلونونه د دې لامل شوي چې په افغانستان کې لسګونه زره تنو خپلې دندې له لاسه ورکړې او د ژوند د تېرولو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
کابل ښاریان د خوراکي توکو د بیو زیاتوالي ته په اشارې سره طالبان د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول په برخه کې په بې پامۍ تورنوي.
اقا ګل رحیمي په کابل کې اوسېږي. هغه هر سهار د پیرکیو پخولو کراچۍ د پلازمیني پر یوه واټ دروي او تر شپې پورې هڅه کوي چې د خپل ژوند لګښت برابروي.
هغه په کابل کې د لومړنیو توکو د بیو زیاتوالي ته په اشارې سره وايي: «زه هره ورځ له سل تر ۱۵۰ افغانۍ ترلاسه کوم او په اوسنیو نرخونو د لومړنیو توکو د پېرلو وس نه لرم.»
افغانان په داسې حال کې له لوږې او بې وزلۍ سره لاس وګرېوان دي چې ژمی نږدې دی او ډېری وګړو لا هم د ژمي د سختو ورځو لپاره تیاری نه دی نیولی.
د کابل یو بل اوسېدونکی احمد حامد احمدي چې د جمهوریت دورې پرمهال دولتي کارکوونکی و اوس وزګار دی. نوموړی وایي: «د طالبانو په راتلو سره نړخپاڼه له منځه تللې او هټۍ وال خوراکي توکی په هر ډول بیه یې چې زړه وغواړي پلوري یې.»
له بلې خوا، د کابل ښار یو شمېر هټۍ وال د لومړنیو توکو په تېره بیا خوراکي توکو د بیو لوړېدل مني، خو ټینګار لري چې د ټولو توکو بیې لوړې شوې او په اوسني وخت کې دوی هم دا توکي په لوړه بیه پېري.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا باوري دی: «په افغانستان کې اقتصادي وضعیت یا د جمهوریت پرمهال د هېواد اقتصادي بازارونه د مافیا له خوا اداره کېدل چې لا هم دوام لري. افغانستان پر وارداتو تکیه لري. د اړتیا وړ ټول توکي له بهره واردېږي او دا ټول د هېواد د اقتصاد په زیان دي.»
دا په داسې حال کې دي چې د ملګروملتونو سازمان د راپور له مخې د هغو وګړو شمېر چې په نړۍ کې له لوږې کړېږي، د تېر کال په پرتله ۴۶ میلیونه تنه زیات شوی او ۸۲۸ میلیون تنو ته رسېدلی دی.