افغانستان

طالبان او د ملګروملتونو مرستې

A group of women outside a bakery to get aid. File photo.

په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان دفتر د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تېر یوه کال کې کابو یو میلیارد ډالر ددې سازمان له لارې له دې هېواد سره مرسته شوې ده.

د مخکیني حکومت یو لوړپوړی چارواکی وايي چې طالبان دغو پیسو ته په غیرمستقیم ډول لاسرسی لري او له هغې د پوځي او استخباراتي موخو لپاره کار اخلي.

یوناما د سه شنبې په ورځ همداراز وویل چې دا پیسې د طالبانو او د افغانستان بانک ته نه دي ورکړل شوې او د بشردوستانه موسسو له لارې لګول شوې دي.

خو د کورنیو چارو پخوانی وزیر مسعود اندرابي آمو ته وویل چې طالبان دغو پیسو ته له مستقیم لاسرسي سره سره، د پروژو له پلي کوونکو بنسټونو باج اخلي.

هغه زیاتوي: «طالبانو په تېر یوه کال کې چې په واک کې وو هره موسسه یا کوم کس چې غواړي په افغانستان کې فعالیت ولري او پروژه واخلي تر خپلې اغېزې لاندې یې راولي او دغو موسسو آن طالبانو ته د فساد زمینه برابره کړې ده.»

نوموړی وايي: «طالبان یا له دغو موسسو او بنسټونو سره شریک شوي او یا له هغوی باج اخلي. په دې توګه طالبان له دغو ناقانونه پیسو د خپلو پوځي او استخباراتي موخو لپاره کار اخلي.»

د پوځي چارو کارپوهان وايي، د یوناما له خوا د دغو مرستو خپرېدل او د کورنیو موسسو له خوا د مرستې رسونې پروژو عملي کول، دغو پیسو ته د طالبانو د غیرمستقیم لاسرسي زمینه برابروي.

د امریکا د پټس بورګ پوهنتون د څېړنې برخې اقتصادي او سیاسي څېړونکی طارق بصیر وايي چې د مرستندویه بنسټونو له کړنو د څارنې نشتوالی او ملګروملتونو سازمان مرستو دغو پیسو ته د طالبانو د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

هغه زیاتوي خپرې شوې شمېرې ښيي چې افغانستان د خوراکي خوندیتوب او کمو عوایدو له بې مخینې ننګونو سره مخ دی او د هغه په اند دا په خپله اړمنو ته د پيسو په رسولو کې د فساد د موجودیت ښودنه کوي.

هغه وویل: «د حساب ورکوونکې یو دقیق میکانیزم نشته، له همدې امله ډېر امکان شته چې طالبان دا پیسې د خپلو پوځي او استخباراتي جوړښتونو لپاره ولګوي.»

د طالبانو ویندویانو ذبیح الله مجاهد او انعام الله سمنګاني په دې اړه د آمو د خبریال تماسونو ته ځواب نه دی ورکړی.

له دې مخکې، په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د دفتر سرپرست مارکس پوټزل د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په ځانګړې ناسته کې وویل چې د افغانستان د کورني اقتصادي د ودې په هکله د طالبانو ادعا بې بنسټه ده او ددې هېواد اقتصاد د ۱۵ کاله مخکې (۲۰۰۷) کچې ته راغورځېدلی دی.

شمېرې ښيي چې افغانستان د لوږې د نړیوالې درجه بندۍ له مخې له ۱۱۶ هېوادونو څخه دوهم ځای لري چې د هېواد څه د پاسه ۲۴ میلیونه وګړي بشردوستانه مرستو او نولس میلیونه نور د خوراکي خوندیتوب له سخت نشتوالي سره مخ دي.