نړۍ

د شانګهای همکاریو سازمان په ناسته کې د چین، روسیې او د مرکزي اسیا مشرانو ګډون

Screenshot from Reuters video.

د چین ولسمشر شي جین پينګ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هند او مرکزي اسیا مشران نن د پنجشنبې پر ورځ د شانګهاي همکاریو سازمان په ناسته کې د ګډون لپاره ازبکستان ته دننه شول.

د شانګهای همکاریو سازمان د اتو هېوادونو مشران په داسې حال له یو بل سره لیدنه کوي چې پوتین او هېواد یې پر اوکراین له پوځي یرغل وروسته منزوي شوی دی.

په همدې حال کې د چین اړیکې له امریکا، اروپا، جاپان او هند سره تل د امنیتي مسایلو، ځمکنۍ بشپړتیا او ټکنالوژۍ له امله ترینګلې وې.

د شانګهای همکاریو سازمان ناسته په سمرقند لرغوني ښار کې ترسره کېږي.

دا په نړۍ کې د کورونا له خپرېدو وروسته د چین د ولسمشر لومړنی بهرنی سفر دی او د یوه سیمه یيز ځواک په توګه د ځان ښوودلو لپاره د پکن لېوالتیا ګڼل کېږي.

د چین رسمي خبري اژانس شینهوا لیکلي چې ولسمشر شي جین پنګ د سمرقند په هوایي ډګر کې د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف له هرکلي سره دغه هېواد ته دننه شوی دی.

په همدې حال کې د ولسمشر پوتین د بهرنیو اړیکو سلاکار ویلي چې ټاکل شوې د روسیې ولسمشر سمرقند ته په سفر کې د چین له ولسمشر سره وګوري.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې ټاکل شوې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د پنجشنبې پر ورځ ازبکستان ته دننه شي. خو د شانګهای ناستې په څنډه کې له پوتین او پینګ سره د لیدنې د شونتیا په اړه کوم خبر نه دی خپور شوی.

د چین او هند اړیکې له هیمالیا په لیرې پرته سرحدي سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ د نښتو له امله ترینګلې شوې دي.

دغه سیمه د چین د «کمربند ـ واټ» څو میلیارد ډالري طرحې یوه برخه ده چې د بندرونو، اورګاډي پټلۍ او د نورو زیربناوو په موخه له سویلي ارام سمندرګي څخه تر اسیا تر منځني ختیځ، اروپا او افریقا پورې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ده.

تر اوسه ۱۴۹ هېوادونو او ۳۲ نړیوالو سازمانونو له چین سره د ګډ کمربند ـ واټ جوړولو لپاره د همکارۍ اسناد لاسلیک کړي دي.