افغانستان

په ملګروملتونو کې د امریکا استازې: کنګل شوې پیسې طالبانو ته نه ورکوو

د ملګروملتونو سازمان په امنیت شورا کې د امریکا دایمي استازې لینډا توماس ویلي چې طالبانو د افغانستان اقتصاد له منځه وړی او امریکا به ددغه هېواد کنګل شوې پيسې طالبانو ته ورنه کړي.

مېرمن ګرینفیلډ چې د ملګروملتونو د امنیت شورا په ناسته کې یې خبرې کولې زیاته کړه: «د نړۍ هېڅ یو هېواد چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د کابو کولو په اړه جدي دي، د افغانانو اړوند میلیاردونه ډالرو ته د طالبانو له قید او شرط پرته چټک لاسرسي څخه ملاتړ نه کوي.»

هغې د افغانستان بانک د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د نظام له سقوط وروسته، دا بانک معتبر د پیسو سپينولو ضد سیستم نه لري او په یوازې نه شي کولای په مسوولانه توګه د پیسو سیاست عملي کړي.

په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا ځانګړې استازې همداراز وایي چې طالبانو په افغانستان کې د روان ناورین د حل لپاره له نړیوالې ټولنې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د هڅو پر ځای د کابل په مرکز کې د القاعدې ډلې مشر ته پناه ورکړه. څرنګه ممکنه ده چې له نړۍ سره د رابطې د جوړولو تمه ولري؟ په داسې حال کې چې دوی د داسې کسانو لپاره امن پټنځای برابروي چې غواړي ټولو ته زیان ورسوي او زما هدف موږ ټول یوو.»

هغې جوته کړه: «طالبانو د افغانستان اقتصاد له منځه وړی دی.»

د مېرمن ګرینفیلډ په وینا، د تېر کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې امریکا او نورو لویو مرستندویه هېوادونو څه د پاسه دوه میلیارد ډالر افغانستان ته د بشردوستانه مرستو په توګه لېږلي دي. داسې مرستې چې د ګرینفیلډ په وینا د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ثبات لامل وې.

په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا استازې همداراز پر روسيې اوچین په نیوکې سره ویلي چې په دې موده کې روسیې فډارسیون د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له بشردوستانه پروګرام سره یوازې دوه میلیون ډالره مرسته کړې او د چین رول هم پيکه و.

چین او روسیه: باید افغانستان کې کړکېچن وضعیت د طالبانو پر غاړه وانه چوو

په همدې حال کې رسنیو راپور ورکړی چې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د تېرې شپې په ناسته کې د چین او روسیې استازو ویلي چې امریکا باید په افغانستان کې د کړکېچن وضعیت پړه پر طالبانو وانه چوي.

د چین استازي د طالبانو په ستایلو، د ښځو له حقونو د سرغړونې له امله د طالب چارواکو د سفر د معافیت له غځولو سره د لوېدیځ هېوادونو مخالفت غیرمعقول ګڼلی دی.

په همدې حال کې رویټرز د ملګروملتونو سازمان د مرستو برخې د مسوول له قوله ویلي چې افغانان د بېوزلۍ له ژور ناورین سره مخ دي او طالبان د هېواد د راتلونکي لپاره د پانګونې بودیجې نه لري.

د ملګروملتونو سازمان د مرستو برخې مسوول مارټین ګریفیتس ویلي چې د افغانستان د ۳۹ میلیوني ټولنې تر نیمایي زیات یې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او شپږ میلیون تنه د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

هغه په دوام کې ټینګار کړی: «اټکل شوی چې تر یو میلیون زیات ماشومان د خوارځواکۍ له ترټولو سخت ډول څخه کړېږي او له مناسبې درملنې پرته ښایي مړه شي.»

د طالبانو اړیکه په کندهار کې د هغوی له مشرانو سره ګونګه ده

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر سرپرست مارکس پوتزل د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه برخې د همغږۍ چارو د عمومي سرمنشي خبرو په تایید سره وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې د خلکو د اړتیا سطحه ډېره لوړه او جدي ده.

هغه دې ته په اشارې چې ټاکل شوې څو اوونۍ وروسته د افغانستان له وضعیت څخه د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا ته یو راپور ورکړی، زیاته کړه: «د طالبانو د واکمنۍ طریقه د «اسلام او افغاني دود» مطالق د سیاسي پرېکړو له لارې اعلان شوې ده. د بشر په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره یې حقونه او بنسټیزې ازادۍ محدودې کړې دي. نن افغانستان یوازینی هېواد دی چې په هغه کې د نجونو زده کړې منع دي.»

نوموړي د دغه سازمان له غړو هېوادونو څخه وغوښتل چې افغانستان ته بشردوستانه مرستې بیا پیل کړي.

هغه همداراز د طالبانو په اداره کې د نه همغږۍ په اړه اندېښنه څرګنه کړې او وايي: «په کابل کې د طالبانو د سرپرستې کابینې او په کندهار کې د دوی د مشر ترمنځ رابطه ګونګه ده.»

که څه هم په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوطه یو کال تېرېږي، د طالبانو اداره په رسمي توګه د نړۍ د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې او لا هم له نړیوالو بندیزونو سره مخ دي.

د ملګروملتونو سازمان او مرستندویه بنسټونو په وینا، په افغانستان کې د طالبانو حضور او د دوی له خوا د بشري حقونو، د ښځو او لږکیو د حقونو او مدني آزادیو نه منل، دغه هېواد ته د بشردوستانه مرستو د لېږلو خنډ شوي دي.