فرهنګ او هنر

د هرات ۱۳۵ کلن ګدامونه د لاسي صنایع په بازار بدلېږي

د هرات ولایت د تاریخي ګدامونو له جوړېدو کابو ۱۳۵ کاله تېرېږي او د هرات فرهنګیان یې د اساسي بیارغونې غوښتونکي دي

د مالوماتو له مخې، ددغو ګدامونو د بیارغولو کار په ۱۳۹۹ کال کې د ملي پراختیا شرکت او اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا پيل شو او په داسې حال کې چې اتیا سلنه کار یې پرمخ تللی و، له سیاسي بدلونونو وروسته ودرول شو.

د هرات د کلتوري میراثونو د ساتنې ټولنې رییس عبدالقیوم وزیري وایي: «په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د هرات ګدامونه تخریب شوي او اوس رغولو ته اړتیا لري.»

وزیري زیاتوي چې ددغو لرغونو ودانیو د رغولو کار په پیل سره د یو شمېر کسانو لپاره د کار زمینه برابرېږي او له بلې خوا هرات ولایت ته د سیلانیانو په جذبولو، د دې ولایت اقتصاد د ودې لامل شي.

داسې غوښتنې کېږي چې د هرات ښار ګدامونه ورغول شي او د لاسي صنایع د پلور یا د سرپټي بازار په توګه ترې کار واخیستل شي.

کارپوهان په دې باور دي چې تاریخي ځایونه او ودانۍ د یوې ټولنې د تمدن، هویت او تاریخ ښودنه کوي او اړتیا ده چې د دولت او خلکو له خوا یې د تخریب او ویجاړېدو مخه ونیول شي او بېرته ورغول شي.

د هرات پوهنتون استاد نعمت الله سروي وایي: «تاریخي ځایونه او ودانۍ نړۍ ته د افغانستان د هویت او مثبتې څېرې د ښودلو ترڅنګ، د هېواد د دولت او خلکو لپاره د عاید ښه سرچینه هم کېدای شي.»

سروزي زیاتوي چې د هرات تاریخي ودانۍ بیارغونې ته جدي اړتیا لري او باید مسوولین دغه کلتوري ارزښت ته پام وکړي او د رغونې لپاره یې بودیجه ځانګړې کړي.

د تاریخي آثارو او ودانیو رغول خپل اصلي تاریخ او هویت ته ستنېدل دي.

له بلې خوا، د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي چې د هرات د پينځم څلي یا منار په ګډون د یو شمېر تاریخي ودانیو د بیارغونې کار روان دی او نورې ودانۍ به هم ورغول شي.

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم الحق حقاني وایي: «د هرات ولایت له چارواکو سره له همغږۍ او خبرو وروسته به له ګدامونو څخه د تولیداتو او لاسي صنایع د پلور لپاره کار واخیستل شي.

دا په داسې حال کې دي چې د هرات ښار ګدامونه د ۱۸۸۷-۱۸۸۵ کلونو ترمنځ د غَلو د راټولولو په موخه د امیر عبدالرحمان خان د واکمنۍ پرمهال د بریتانیايي ځواکونو له خوا د هرات مصلی له ورانولو وروسته، د پوځي تمرینونو او ځینو نورو کارونو لپاره جوړ شوي دي.

هرات د افغانستان لرغونی ولایت ګڼل کېږي چې اته سوه تاریخي ودانۍ او ځایونه لري چې ځینې یې د ویجاړېدو له خطر سره مخ دي.