افغانستان

د طالب چارواکو د بهرنیو سفرونو د مخنیوي د دوام پایلې

کارپوهان وایي چې د طالب چارواکو د بهرنیو سفرونو مخنیوی به له یوه لوري د هغوی نړیوال اعتبار نور هم کم او دغه ډله به منزوي کړي او له بله پلوه به د هېواد پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغېز وکړي.

په همدې حال کې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوحې تړون له مخې، د دې ډلې مشران باید د بندیزونو له نوملړه وایستل شي او د طالب چارواکو د سفر معافیت نه غځول به د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ واټن رامنځته کړي.

د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د پرېکړې پربنسټ: د لومړي وزیر مرستیالان ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي، مولوي عبدالکبیر د کانونو او پترولیم وزیر، شهاب الدین دلاور د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د استخباراتو رییس، عبدالحق وثیق د اطلاعاتو او کلتور وزیر، خیر الله خیرخواه د دفاع وزارت مرستیال، فاضل مظلوم د پوهنې وزیر، دین محمد حنیف د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب د سرحداتو او قبایلو اوسنی وزیر او د مزارشریف د عام قتل پرمهال د بلخ والي نور الله نوري د اوبو او برېښنا وزیر، لطیف منصور د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، عباس ستانکزی د دې ډلې ۱۳ لوړپوړي چارواکي دي چې په لنډمهاله توګه یې د سفر معافیت ترلاسه کړی و او اوس باید د دوی په اړه تصمیم ونیول شي.

د بانکولۍ برخې کارپوهان وایي چې پر طالب مشرانو د سفر بندیز د هېواد د پیسو زېرمو پر ازادولو، بانکي اړیکو او د افغانستان د بانکنوټونو پر چاپ منفي اغېزه کوي.

د مالي مسایلو کارپوه میراحمد شکیب په دې اړه وویل: «پر طالب چارواکو د سفر بندیز لګول د هېواد پر اقتصاد ناوړه اغېزه کوي او د منځنۍ اسیا پر هېوادونو چې له افغانستان سره د اړیکو رامنځته کولو او تعامل غوښتونکي دي هم اغېز کولای شي او د منځنۍ اسیا هېوادونه به د ملګروملتونو له دغو بندیزونو سره په محافظه کاره توګه عمل وکړي او دغه کار به له طالبانو سره د تعامل او اړیکو د عادي کولو بهیر په نړیواله توګه ستونزمن کړي.»

همداراز د بانکي مسایلو کارپوه سیر قریشي هم وایي: «پر طالب مشرانو د سفر د بندیز دوام، افغانستان کې د نړیوالې ټولنې پر مرستو هم اغېزه کوي او د هېواد اقتصاد ته زیان رسوي.»

طالبان لا منزوي کېږي

د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان وایي چې پر طالب چارواکو د بهرنیو سفرونو د بندیز لیرې کول د دې ډلې لپاره زیات ارزښت لري او که دغه کار ونه شي د طالبانو حکومت به لا منزوي شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه، مهدي افضلي په دې باور دی: «څومره چې طالبان په افغانستان کې د قانوني واک او سیاسي مشروعیت له تشې سره مخامخ دي، د بهرنیو سفرونو بندیز د یوه دولت په توګه د طالبانو نړیوال اعتبار او مشروعیت له منځه وړي او هغوی پر یوې ظالمې او جلادې ډلې بدلوي چې هم د طالبانو لپاره خطرناکه ده او هم د افغانستان لپاره.»

د افغانستان یو مخکینی دیپلومات هم په دې اړه وایي چې که د طالبانو پر سفرونو بندیزونه وغځول شي، دغه کار به پوځي اقدامونه راوپاروي او د طالبانو ثبات به وګواښي.

د هېواد مخکینی دیپلومات، نورالله راغي وایي: «که دغه بندیزونه ولګول شي، د طالبانو لپاره ګواښوونکي او په دې معنا دي، چې نړیواله ټوله به د دیپلوماسۍ له اړخه د فشار او بندیزونو اړخ ته دننه شي او د پوځي اقدام لامل به شي او د طالبانو ثبات او دوام به وګواښي.»

اخوا، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ملګروملتونو سازمان د امنیت له شورا غوښتي چې بندیزونه دې د دغې ډلې پروړاندې د فشار ابزار په توګه نه کاروي او د دوحې د هوکړه لیک له مخې دې پر طالب چارواکو لګېدلي بندیزونه لیرې کړي.

د دغې خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د طالب چارواکو پر سفر د بندیز لګولو په صورت کې به د خبرو اترو او تعامل پرځای واټن رامنځته شي. طالبان د ملګرومتلونو سازمان له امنیت شورا غواړي چې د واټن له رامنځته کولو ډډه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکا وړاندیز کړی، ۷ طالب چارواکو ته دې یوازې «قطر» ته د سفر اجازه ورکړل شي؛ خو پروړاندې یې بیا چین او روسیې د ۹۰ ورځو لپاره د ۱۳ طالب چارواکو د سفر د معافیت غوښتنه وکړه.

اوس د ۱۳ طالب مشرانو د سفر لنډمهاله معافیت پایته رسېدلی او د امنیت شورا باید د هغوی په اړه تصمیم ونیسي.