سوداګري

د طالبانو په رسمیت نه پېژندل او د کاسا زر پروژې درېدل

تاجکستان کې د کاسا زر پروژې د تطبیق دفتر رییس وایي چې د دې پروژې مالي تمویل د لوېدیځ له لوري کېده؛ خو په افغانستان کې د ناامنۍ له امله ځنډېدلې او ټاکل شوې چې کار یې د روان زېږدیز کال تر پایه د درېیو هېوادونو په ګډون یعني، قرغزستان، تاجکستان او پاکستان کې پای ته ورسېږي.

ټاکل شوې د کاسا زر پروژه چې د قرغزستان او تاجکستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي. د دې پروژې په پلي کېدو سره قرغزستان او تاجکستان د اوبو برېښنا په دوبي موسم کې پر افغانستان او پاکستان وپلوري.

د دغې پروژې پربنسټ د دې برېښنا زر مېګاواټه پر پاکستان او ۳۰۰ مېګاواټه یې پر افغانستان پلورل کیږي.

تاجکستان کې د کاسا زر پروژې د دفتر رییس «رویټرز» خبري اژانس ته ویلي چې دغه پروژه په افغانستان کې د ناارامي له امله درېدلې ده؛ خو په درېیو نورو هېوادونو کې یعني قرغزستان، تاجکستان او پاکستان کې دوام لري او تمه کیږي چې د روان زېږدیز کال تر پایه پایته ورسېږي.

تاجکستان کې د کاسا زر پروژې د تطبیق د دفتر رییس، فیض علي سمیعوف په دې اړه وویل: «هیله مند یو چې له افغانستان سره اړیکې ټینګې شي او د دې پروژې د تطبیق لارې وڅېړل شي.»

په همدې حال کې نړیوال بانک چې د کاسا زر پروژې اصلي ملاتړ کوونکی ګڼل کیږي، اوس پرېکړه کړې چې په افغانستان کې روزنیز، د بزګرۍ، روغتیایي او کورنیو د لومړنیو توکو برابرولو پروګرامونه تمویل کړي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت له نړیوال بانک څخه غواړي چې کاسا زر پروژه تمویل کړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال، عبداللطیف نظري وویل: «د طالبانو حکومت د کاسا زر پروژې د پلي کولو لپاره تیار دی. موږ له نړیوال بانکه غواړو چې د دغه پروژې ملاتړ وکړي.»

د کاسا زر پروژې د طرحې پربنسټ افغانستان به له دې پروژې هر کال ۵۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي.

د برېښنا شرکت پخواني رییس، امان الله غالب د آمو تلویزیون له خبریال سره په خبرواترو کې وایي چې نړیوال بانک له طالبانو غوښتي چې د دې پروژې امنیت ټینګ کړي او د دې پروژې پر لار د استملاک شویو ځمکو ستونزه هواره کړي.

ښاغلي غالب زیاتوي: «اصلي ستونزه نړیوالو شرکتونو ته د پیسو ورکول دي؛ ځکه د طالبانو امارت د نړیوالې ټولنې له خوا رسمیت نه دی پېژندل شوی له همدې امله نړیوال بانک نه شي کولای پیسې ورکړي. (د افغانستان بانک) په بدیلو لارو پسې ګرځي، که دغه کار ونه شي له بده مرغه د پروژې کار بند پاتې کېږي.»

کله چې کاسا زر پروژه په ۲۰۱۶ کال کې د «ورېښمو لار د طرحې» د یوې برخې په توګه له مرکزي اسیا سره د افغانستان د نښلولو لپاره پیل شوه؛ امریکا د دې پروژې په مالي تامین کې برخه واخیسته او د اسلامي پراختیا بانک، د بریتانیا نړیوال پراختیایي وزارت او یو اروپایي بانک د دې پروژې نور ملاتړ کوونکي ګڼل کیږي.