افغانستان

آر اس اف: افغانستان کې د خبریالانو شمېر ۶۰ سلنه کم شوی

Journalists at a press conference in Kabul in June 2022. File photo.

د بې پولې خبریالانو سازمان (آر اس اف) په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي، په تېر یوه کال کې په دغه هېواد کې د رسنیو شمېر ۴۰ سلنه او د خبریالانو شمېر شاوخوا ۶۰ سلنه راکم شوی دی.

په دغه راپور کې راغلي چې د تېر کال تر اګست وړاندې افغانستان ۵۴۷ رسنۍ فعالې وې او د طالبانو په تېره شاوخوا یوه کلنه دوره ۲۱۹ رسنۍ تړل شوي دي.

دغه سازمان ویلي،  افغانستان کې ۱۱ زره او ۸۵۸ خبریالان ثبت شوي وو، خو د جمهوري دولت تر سقوط وروسته اوس یوازې ۴۷۵۹ کسان فعال دي او ترډېره ښځینه خبریالانې له دې وضعیت اغېزمنې شوې دي. په دې موده کې ۷۶ سلنه ښځینه خبریالانو په افغانستان کې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د بې سرحده خبریالانو سازمان رییس کریستف دلویر د افغانستان د رسنیو وضعیت په اړه وویل: «افغانستان کې په تېر یوه کال کې خبریالي نړېدلې ده.»

د آر اس اف راپور له مخې، د تېر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست تر ۱۵مې وړاندې د افغانستان په رسنیو کې ۲۷۵۶ ښځینه خبریالانو فعالیت درلوده او اوس یوازې ۶۵۶ تنه کار کوي او په دې توګه شاوخوا ۸۵ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان په ټلویزیونونو کې ښځینه خبریالانو ته امر وکړ چې د پروګرام وړاندې کولو پرمهال خپل مخ پټ کړي.

د جمهوریت تر سقوط وړاندې کابل د ۱۳۳ رسنیو په درلودو د ولایتونو په سر کې و، خو اوس تقریبا نیمايي رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي او یوازې ۶۹ رسنۍ کابل کې فعالیت لري.

پر رسنیو د طالبانو محدودیت

د بې سرحده خبریالانو سازمان په خپل راپور کې زیاتوي چې طالبانو رسنیو ته ډېرې مقررې وضع کړې دي. د طالبانو مشر په یوه فرمان کې چې د جولای په ۲۲مه نشر شو، خبرداری ورکړ چې «افترا او له دلیل پرته پر طالب چارواکو انتقاد» او همداراز د «دروغ خبرونو او شایعو خپرولو» په اسلام کې حرام دي او او ددوی د رژیم پر کارکوونکو تور پورې کول له دښمن سره همکاري ګڼل کېږي او عامل به یې سزا وویني.

په یوه بل فرمان کې چې د نومبر میاشتې په ۲۲مه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا خپور شوی، راغلي، کوم کسان چې د طالبانو پر رژيم انتقاد کوي باید ټلویزیوني پروګرامونو ته ونه بلل شي.

همداراز د روان میلادي کال د مارچ په ۲۸مه د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان رسنۍ د بي بي سي او امریکا غږ په څېر نړیوالو رسنیو د پروګرامونو له بیا خپرولو منع کړل.

خپلسرې نیونې

د بې سرحده خبریالانو سازمان د خپل راپور په دوام لیکلي چې لږ ترلږه ۸۰ خبریالان په بېلابېلو وختونو کې د طالبانو او په تېره بیا ددغې ډلې د استخباراتو لخوا نیول شوي دي.

آر اس اف ویلي، اوسمهال درې خبریالان چې طالبانو پرې د هېواد امنیت ته د خطر پېښولو تور پورې کړی، بندیان دي.

اوسمهال افغانستان د بیان آزادۍ په لیست کې د ۱۷۹ هېوادونو له ډلې په ۱۵۰ کې ځای لري.