افغانستان

عاشورا له وېرې او محدودیتونو سره په آرامه فضا کې ترسره شوه

د طالبانو او د اهل تشیع علماوو یوه ګډ کمیسیون کابل کې د عاشورا ورځې د مراسمو د امنیت څارنه او همغږي کوله.

د عاشورا مراسم په کابل او د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې د امنیتي ګواښونو او محدودیتونو تر سیوري لاندې، خو له کومې پېښې پرته ترسره شول.

د کابل ښار په لویدیځ کې د تېرې او وړمې ورځې خونړیو چاودنېو د عاشورا ورځې امنیت په اړه اندېښنې ډېرې کړې وې. د ملګرو ملتونو د وروستیو شمېرو له مخې، په دغو چاودنو کې چې داعش یې مسوولیت ومانه، ۱۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د طالبانو رژیم د عاشورا ورځې ماتم کوونکو د امنیت لپاره په کابل او ځینو نورو ښارونو کې امنیتي تدابیر سخت کړي او تګ راتګ یې محدود کړی و. د کابل ښاریانو په خبره، له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې مخابراتي شبکې بندې دي.

د طالبانو او د اهل تشیع علماوو یوه ګډ کمیسیون کابل کې د عاشورا ورځې د مراسمو د امنیت څارنه او همغږي کوله.

همداراز په ځینو ښارونو لکه، غزني کې رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو په دغه ښار کې د ماتم کوونکو مخه نیولې او پر هغوی یې ډزې کړې دي.

مزارشریف ښار کې هم طالبانو ماتم کوونکي نه دي پرېښي چې روضې کې مراسم ترسره کړي.

تېره اوونۍ طالبانو له ملي تقویم څخه د عاشورا ورځې رخصتي حذف کړه.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند ددې موضوع په تاییدولو سره ویلي چې د ثور اتمې، د پیغمر د زوکړې ورځې، نوروز او عاشورا رخصتۍ له کالیزې لرې شوي دي. هغه ویلي چې ددغو ورځو د رخصتیو لرې کول علت دا دی چې په ملي تقویم کې رخصتي ډېرې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د شیعه علماوو د فرهنګي کمیسیون رییس رضواني بامیاني وايي چې عاشورا سږکال په کابل کې په پوه محاصره کې ترسره شوه.

هغه پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي: «نقلیه وسایط په مطلق ډول بند وو. د کابل په لویدیځ کې ټیلفون او اینټرنټ په بشپړ ډول پرې و. پر راټولېدنو هم بندیز و.»

هغه همدراز ویلي چې په ولایتونو کې هم د عاشورا اړوند کومه پېښه نه ده رامنځته شوې، خو په بلخ او سرپل کې تر ټولو سخت محدودیتونه وضع شوي وو. هغه ددغو محدودیتونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د ښاغلي بامیاني په خبره، طالبانو ویلي چې محدودیتونه د «اهل تشیع وروڼو د ژوند ساتنې او د خوارجو د بریدونو مخنیوي لپاره» وضع شوي دي.

د شیعه علماوو دغه مشر ویلي چې د عاشورا ورځې رخصتۍ اعلانېدو لپاره ددوی هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

رضواني وايي چې د اهل تشیع استازو د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر سره د عاشورا د رخصتي په تړاو لیدلي وو، خو سره له دې چې نوموړي ژمنه کړې وه، خو تراوسه نه ده عملي شوې.

عاشورا د محرم میاشتې په لسمه هرکاله په افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو کې د شیعه مسلمانانو لخوا د ماتم ورځې په توګه لمانځل کېږي.