افغانستان

افغانستان کې د امریکا پخوانیو سفیرانو د طالبانو د تحریم غوښتنه کړې

مقام‌های طالبان در نشستی در ارگ. سرطان ۱۴۰۱. عکس از ارگ.

په افغانستان کې د امریکا اوو پخوانیو سفیرانو په یوه لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې د طالبانو مشران تحریم کړي او پر هغوی د سفر محدودیت بېرته راوګرځوي.

په دغه یادداشت کې چې د اګست په ۳ مه (زمري ۱۲مه) د اتلانتیک شورا په وبسایټ کې خپور شوی، دغو سفیرانو ویلي چې له افغانستانه بهر ته د طالبانو د مشرانو پر سفر د بندیزونو وخت رارسېدلی دی،

دوی د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان د خلکو پر اقتصادي او امنیتي وضعیت اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې نړیوال او امریکا باید د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي او دا مرستې باید د طالبانو د پیاوړې کېدو لامل نه شي.

جیمز کاننګهام، رایان کراکر، هیوګو لورنزز، مایکل مک کینلي، رونالډ ای، نیوایمن او ارل آنتونی وین چې له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې افغانستان کې د امریکا سفیران پاتې شوي، دغه لیک لاسلیک کړی دی.

دوی د امریکا له متحده ایالتونو غوښتي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، په دغه هېواد کې د واشنګټن د همکارانو مرستې ته ورودانګي او هغو کسانو ته څرګند او مستقیم خبرداری ورکړي چې غواړي د طالبانو رسمیت ته لاره هواره کړي.

دغو پخوانیو سفیرانو ملګرو ملتونو ته په خطاب کې لیکلي: “د سفر د ممنوعیت معافیت چې د طالبانو مشرانو ته اجازه ورکوي له افغانستانه بهر لاړ شي، په پام کې ده د اګست میاشتې په نیمايي کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا وارزول شي. دا معافیت باید لغوه شي.”

دوی افغانستان کې د نجونو ښوونځیو تړلي پاتې کېدو او پر ښځو لګول شویو محدودیتونو ته په اشارې سره ویلي چې لا هم د طالبانو په رفتار کې ددوی د لومړي دور حاکمیت په پرتله کوم بدلون نه دی راغلی.

امریکا پوهېدلې چې د طالبانو په اړه یې محاسبه غلطه وه

سیاسي کارپوهان د امریکا پر حکومت له طالبانو سره د همغږۍ تور پورې کوي او وايي چې واشنګټن یو کال وروسته پوه شوی چې ددې ډلې په اړه یې غلطه محاسبه کړې ده.

د نړیوالو اړیکو کارپوه فرشید حکیمیار له آمو ټلویزیون سره خبرو کې ټینګار وکړ چې رامنځته شوي وضعیت سره دا امکان لري چې د امریکا حکومت او د ملګرو ملتونو امنیت شورا، افغانستان کې د امریکا پخوانیو سفیرانو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

هغه زیاته کړه: «د طالبانو د سفر ممنوعیت لغوه کولو غوښتنه داسې کسانو کړې چې د امریکا په بهرني سیاست کې یې ونډه درلوده. د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د پياوړو دیپلماتانو نظر رد نه کړي.»

ښاغلي حکیمیار د خپلو خبرو په دوام په افغانستان کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو او د امریکا ددغو پخوانیو سفیرانو غوښتنې ته په اشارې سره وویل: «د حقاني شبکې په مېلمستون کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل امریکا ته یو لوی شاک و. نو له همدې امله زه فکر کوم چې ځینې مسایل به بدلون ومومي چې د طالبانو په ګټه به نه وي.»

د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې په توافق لیک کې چې افغانستان کې د جمهوري دولت تر سقوط وړاندې لاسلیک شوی، طالبانو ژمنه کړې چې له ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي.

تردې توافق څه باندې دوه کاله وروسته چې طالبانو اوس پر افغانستان واکمن دي، د امریکا حکومت د القاعدې مشر په پلازمېنه کابل او د طالبانو په یوه میلمستون کې کې وواژه.