افغانستان

د ښځو حقونو فعالانې: افغانستان کې د ښځو ستونزې د سیګار تر راپور ډېرې دي

کندهار کې د ښځې انځور. چنګاښ ۱۴۰۱

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) خپل نوی درې میاشتنی راپور، د امریکا د کانګرس استازو جرګې ته وړاندې کړ. په دغه راپور کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت او بشري بحران د اندېښنې وړ بلل شوی او ټینګار شوی چې د طالبانو لخوا د ښځو ځپل دوام لري.

په دغه راپور کې راغلي، «د طالبانو رژیم د نړیوالو ارزښتونو له مخې د بشري حقونو د درناوي هیڅ ډول ژمنه نه ده کړې”.

سیګار ټینګار کړی چې د بشري حقونو او  په تېره بیا د ښځو حقونو رعایتولو لپاره د امریکا او نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره سره، طالبانو د ۹۰مې لسیزې تقریبا ټول محدودیتونه پر ښځو او نجونو تحمیل کړي او هغوی د طالبانو د لومړي دور په څېر په بد وضعیت کې دي.

کابل کې د ښځو حقونو یوه فعاله پروانه ابراهیم خېل وايي، افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو سره، ښځې په ټولنه کې له خپلو ډېرو حقونو محروم شوي او اوس تر دغه حاکمیت لاندې “تدریجي مرګ” تجربه کوي.

هغې زیاته کړه: “د طالبانو واک ته رسېدو سره د ښځو حقونه اخیستل شوي او هغوی ځپل شوې دي. یوه لویه بېلګه یې دا ده چې نجونې تر شپږم ټولګي پورته د زده کړې حق نه لري، د سیاسي شارکت حق نه لري، اعتراضونو ته یې غوږ نه نیول کېږي. افغانستان کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کېدل روان دي.”

کابل کې د ښځو حقونو یوه بله فعاله مونسه مبارز وايي چې افغانستان کې د ښځو ستونزې د سیګار تر راپور ډېرې زیاتې دي.

هغې زیاته کړه: «د افغانستان ستونزه یوازې د ښځو ستونزه یا د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل نه دي. ستونزه تر هغې لویه ده. د ټولشموله حکومت نشتوالی، د قانون تشه، کورنی مشروعیت، بېوزلي، نسل وژنه په مستقیم او غیرمستقیم ډول د ښځو پر ژوند سیوری غوړولی او ښځو ته یې ژوند دوزخ ګرځولی دی.»

نږدې یو کال کېږي چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه پاتې دي او تراوسه طالبانو په دې برخه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

ډېرې ښځې له دولتي ادارو منفک شوي او په خپلو کورونو کې ناستې دي چې له بیکارۍ او بېوزلۍ سره مخامخې دي.