افغانستان

خلیلزاد: ښايي خپله طالبانو آمریکا ته د الظواهري ځای ورښوولی وي

زلمی خلیلزاد وايي ډاډمن نه دی چې د طالبانو ټول مشران د امریکا دښمن ته له پناه ورکولو خبر او خوښ و، که نه.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، داسې ښکاري چې د طالبانو حقاني شبکې معلومات درلودل چې د القاعدې مشر په کابل کې دی.

ښاغلي خلیلزاد آمو ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې احتمال لري چې د طالبانو نورو مشرانو د ایمن الظواهري د اوسېدو ځای امریکا ته ښوولی وي.

ښاغلي خلیلزاد چې لومړی یې دا څرګندونې د امریکا له ملي راډیو سره خبرو کې کړې وې، وايي ډاډمن نه دی چې آیا د طالبانو ټول مشران د امریکا دښمن ته له پناه ورکولو خبر او خوښ و، که نه.

د امریکا یوې بې پیلوته الوتکې د شنبې په ورځ (اسد ۸مه) الظواهري د کابل شېرپور سیمه کې په یوه کور کې په نښه کړ.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر تایید کړه چې د القاعدې مشر د روان میلادي کال په لومړیو کې کابل ته تللی و او له خپلې کورنۍ سره اوسېده.

د امریکا د امنیتي ادارو مشرانو د جولای میاشتې په لومړیو کې ولسمشر ته د الظواهري په اړه جزییات وړاندې کړي و چې له خپلې مېرمنې، لور او لمسیو سره کابل کې ژوند کوي. ښاغلی بایډن روانه اوونۍ کې د هغه د وژلو فرمان ورکړ.

ښاغلی خلیلزاد چې د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال ملا برادر سره یې میاشتې میاشتې مذاکره کړې وايي: “ښايي د [طالبانو د مشرانو] ترمنځ اختلاف موجود و. حتی غوسه او خپګان، د حقاني دا کار د طالبانو لاسته راوړنې له خطر سره مخ کوي. ځکه لومړی ځل چې طالبانو له القاعدې ملاتړ وکړ، ورته ګرانه پرېوته.”

د ښاغلي خلیلزاد په باور، د القاعدې مشر ته دا اجازه ورکول چې کابل کې واوسېږي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي توافق چې له القاعدې سره به اړیکې پرې کوی، څرګند نقض کول دي.

طالبانو هم دغه هوايي برید محکوم کړ او هغه یې د دوحې تړون خلاف وباله.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په ګډون دوو باخبره سرچینو، آمو ټلویزیون ته وویل، د حقانی شبکې مشر سراج الدین حقاني د القاعدې د مشر تر وژل کېدو وروسته له کابله وتلی او د افغانستان ختیځ ته تللی.

دغه سرچینې همداراز وايي چې ځینې نور طالب چارواکي هم کندهار ته د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده لیدو ته ورغلي دي.

باید وکتل شي چې د القاعدې د مشر وژل کېدل، څومره د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلاف ژوروي. خو د امریکا لومړي درجه دښمن ته چې ۲۵ کاله تر تعقیب لاندې و، د طالبانو لخوا پناه ورکول به لامل شي چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو پر نیت شک وکړي.