نن سهار د هرات یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د محتسبینو له لوري د ښځو او نجونو د نیولو پر ضد اعتراضونه وکړل.
ځایي سرچینې وایي چې طالبانو د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره ډزې کړې دي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د ډزو په پایله کې له لسو ډېر کسان ټپیان شوي او همدارنګه یو شمېر اعتراض کوونکي د طالب ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
اعتراض کوونکو د «زدهکړې، کار، ازادۍ» شعارونه ورکول.
طالب چارواکو تر اوسه د دغو لاریونونو او د اعتراض کوونکو د ځپلو په اړه څه نه دي ویلي.
خو تر دې وړاندې په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس او په کابل کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند، په هرات کې د ښځو او نجونو نیول رد کړي وو.
