افغانستان

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت: په هرات کې د ټاپي پروژې د ساختماني چارو لړۍ ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وايي په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د نوي فاز کې تر دې دمه ساختماني چارې نږدې ۵۲ سلنه پرمخ تللې دي.

همایون افغان پر خپل ایکس پاڼه په دقیق ډول د پروژې د عملي کارونو د وېش په اړه لیکلي چې تر اوسه ۸۰ کیلومتره نل‌لیکه په بشپړ ډول غځول شوې او د دې کار لپاره شاوخوا ۱۲۶ کیلومتره مسیر یا ځانګړی دهلېز چمتو شوی دی.

نوموړي زیاته کړې د دې ترڅنګ، د پروژې د پلي کېدو په ساحه کې د نل‌لیکې د ښه څارلو په موخه د ۱۰۸ کیلومترو په اوږدوالي نښلوونکی او نظارتي سړک هم رغول شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د نل‌لیکې د خښولو په موخه تر دې دمه د ۵۱ کیلومترو په اوږدوالي جرکیندنه (کیندنه) شوې ده او د هغې له جملې څخه ۳۶.۳ کیلومتره نل‌لیکه په بریالیتوب سره تر ځمکې لاندې خښه شوې ده.

همایون افغان د خپلو څرګندونو په پای کې زیاته کړې چې په ساحه کې د کار د چټکتیا لپاره ۷۲.۳ کیلومتره نوره نل‌لیکه هم د پروژې د کار ساحې ته رالېږدول شوې ده، ترڅو په راتلونکو پړاوونو کې وکارول شي.

د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، د هېواد یو له ترټولو لویو اقتصادي پروژو څخه ګڼل کېږي.