لویدیځه اسیا

رویټرز: د هرمز تنګي ته نږدې د امریکا یوه پوځي هیلیکوپټر راغورځېدلې ده

انځور- ارشیف څخه

رویټرز د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوو باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د پوځ یوه «اپاچي» ډوله جنګي هیلیکوپټر د هرمز تنګي ته نږدې راغورځېدلې ده.

د راپور پر بنسټ، د دغې پېښې سمدستي وروسته د هیلیکوپټر دواړه پیلوټان (د عملې غړي) په روغ رمټ توګه ژغورل شوي دي.

تر اوسه په کره توګه نده روښانه شوې چې دا اپاچي هیلیکوپټر د ایران د پوځ په ډزو ویشتل شوې، تخنیکي عوارض ورته پېښ شوي او که له کومې بلې ستونزې سره مخ شوې ده.

رویټرز اژانس لیکلي چې دوی لا هم په خپلواکه توګه د دغه راپور پخلی ندی کړی.